“اصف مومند د عطانور په امر نيول شوی او شکنجه شوی”

راپورتاژ: الماس خدرخېل — د بلخ د ولايتي شورا د غړي اصف مومند د نيولو او د هغه د شکنجه کولو د پلټونکې پلاوي مشر وايي، چې مومند ملي امنيت ته له سپارلو مخکې د عطانور په کور کې شکنجه شوی او وروسته ملي امنيت ته سپارل شوی دی.

د دغه پلاوي مشر عبدالحبيب جبارخيل رسنيو ته ويلي، چې د دوی له پلټنو وروسته معلومه شوې چې اصف مومند شکنجه شوی او وهل شوی دی.

نوموړی وايي، چې د ولايتی شورا غړی اصف مومند د بلخ د والي عطامحمد نور په امر نیول شوی او د هغه کور ته وړل شوی دی.

ښاغلی جبارخېل وايي، د پېښې په تړاو یې د هوايي ډګر له امنیتي کمرو یو شمېر مستند اسناد را ټول کړي، خو په وينا يې چې دغه اسناد د “شکنجې له ادعاګانو سره”مرسته نه شي کولی.

جبارخيل له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په دې اړه يې له چارواکو سره کتلي، د پېښې ځای ته ورغلي، له ټپیانو، د قضیې دواړو خواوو او له امنیتي ادارو څخه يې په دې اړه پوښتنې کړي، څېړنې بشپړې شوي او زياتوي چې د مستند راپور له چمتو کولو وروسته به ولسمشر ته وړاندې شي.

دغه راز نوموړی وايي، لومړنۍ موندنې دا ښيي چې والي صاحب ویلي چې ما خپلو کسانو ته هدایت وکړ چې ورشئ ویې نیسئ او کورته یې راوړئ، بیا یې مداخله کړې ده او بیولی یې دی.

پلاوی وايي، چې د څېړنو پايلې به سبا د سې شنبې په ورځ حکومت ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم مني چې نوموړی د عطامحمدنور په امر نيول شوی خو زياتوي چې اصف مومند د عطانور کور ته نه دی وړل شوی.

هغه وايي، چې د پلټونکي پلاوي د قضيې څرنګوالي ته منتظر دي او په خبره يې : “که موږ ووایو داسې نه‎دي شوي، مقابل طرف ته به د منلو وړ نه‎وي، که مقابل لوری ووایي چې دا کار نه‎دی شوی، موږ یې نه قبلوو، موږ د پلاوي له لوري د قضیې روڼتیا ته په تمه یو. ”

د بلخ د ولايتي شورا غړی اصف مومند تېره اوونۍ د دغه ولايت په هوايي ډګر کې د عطانور د کسانو له لوري ونيول شو  او ادعا کوي چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې وهلی ټکولی او د هغه يو ځوی ورنه د چپ غوږ يوه څنډه په خوله شکولې ده.

د ښاغلي اصف مومند سره د بلخ د والي دغه ډول چلند د مومندو سراسري شورا، حزب اسلامي، ځينو مدني ټولنو له خوا وغندل شو.

حزب اسلامي وويل، چې که حکومت د اصف مومند نيونه په جدي ډول ونه څېړي نو خلک او دوی به په دې اړه بې تفاوته پاته نه شي او د قانون د نه پلي کېدو په صورت کې به خلک اړ وي، چې د خپل ځان او عزت د ساتلو لپاره په خپله لاس په کار شي.

دغه راز د مومندو د يووالي سراسري شورا د اصف مومند سره د والي چلند وغانده او ګواښ يې وکړ که حکومت په دې اړه جدي اقدام ونکړي نو دوی به په لاريونونو لاس پورې کړي.

که څه هم تر اوسه د دغه پلټنو پوره دوسيه نه ده برابره شوې، خو د مومند پلويان اندېښنه څرګندوني او وايي، چې د دوی له دوسيې څخه د دوستم او يشچي قضيه جوړه نه شي، چې د مياشتو په تېرېدلو لا هم هماغسې پاتې ده.

په عين حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سيماثمر ويلي، د اصف مومند قضيه تر ډېره جنايي اړخ لري او که نوموړی وغواړي نو دغه کمېسيون به يې د قضيې څارنه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button