پاکستان: سختو ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): په پاکستان کې د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره وايي، چې سږني کال کې په ټول هېواد کې سختو بارانونو او سيلابونو له سلو زيات کسان  وژلي دي.

يادې ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې سږني کال سيلابونو او بارانونو يواځې د تيرو اوو مياشتو په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې ۱۳۶ کسان وژلي او ۱۶۲ تنه نور ټپيان کړي دي.

دوی وايي، په مړو شويو کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په راپور کې راغلي، چې دغو بارانونو په زیاتو سيمو کې پر ځاني زيان سربيره مالي زيانونه هم اړولي او ډیری کورونو او ودانۍ يې نړولي دي.

د راپور له مخې، په تيرو دوه مياشتو کې موسمي بارانونو په خير پښتونخوا کې ۲۸، په سند کې ۱۵، بلوچستان کې ۲۶، کشمير کې ۵، قبايلو سيمو کې ۱۸، ګلګت بلتستان کې ۸ او په پنجاب صوبه کې ۳۳ تنه مړه کړي دي، چې په دغو وژل شويو کې ۱۷ ميرمنې او ۳۳ ماشومان شامل دي.

دغه راز د يادې ادارې راپور زياتوي، چې په ټول پاکستان کې دغو موسمي بارانونو تر ۴۱۲ پورې ودانۍ زيانمنې کړي، چې په دې کې ښوونځي او نورې دولتي ودانۍ هم شاملې دي.

په پاکستان کې هر کال د موسمي يا پشکال بارانونو پر مهال سيلابونه راووځي چې ورسره سلګونه کورنيو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button