د نړۍ لس ډېر نفوس لرونکي هېوادونه

ژباړه: خوشال درانی
د اسیا لویه وچه په ټولو وچو کې د ډېر نفوس لرونکې ده. د یوه اسیايي هېواد نفوس د بلې لویې وچې له ټولو هېوادونو څخه هم ډېر دی. د نړۍ د نفوس د ډېریدو په اړه هر کال نوې سر شمېرنې خپرېږي، چې په ځینو هېوادونو کې نفوس ډېر شوی وي؛ خو په ځینو کې د جگړو، توپانونو، سېلابونو او زلزلو له امله زرگونه خلک وژل شوي وي؛ خو بیا یې هم په نفوسو کې د پام وړ کموالی نه راځي. د نفوس زیاتېدل د نړۍ له عمده ستونزو څخه ده.
دلته د لسو هېوادونو یادونه ده، چې د ټولې نړۍ د وگړو په سلو کې ۵۸ سلنه برخه جوړوي. په دغه لسو هېوادونو کې د ټولې نړۍ ٪۵۸ سلنه وگړي اوسېږي.
۱ـ چین:

چین د پراخوالي له مخې د نړۍ درېیم لوی هېواد دی؛ خو د نفوسو له مخې د نړۍ لومړی درجه هېواد دی. په چین کې د ټولې نړۍ ۱۸،۴۷ سلنه وگړي اوسېږي. د چین ټول نفوس ۷۷۰، ۱۴۸، ۱،۳۸۹ ملیارده څخه ډېر دی.
۲ـ هندوستان:

هندوستان د پراخوالي له مخې د نړۍ اووم لوی هېواد دی او د نفوس د ډېروالي له مخې د نړۍ دویم هېواد دی. د هندوستان ټول وگړي ۱.۲ ملیارده حساب شوي، چې د ټولې نړۍ په سلو کې ۱۷،۸۶ برخه وگړي جوړوي. چین او هندوستان د ټولې نړۍ په سلو کې ۲۶،۴ برخه وگړي لري.
۳ـ امریکا متحده ایالات:

امریکا د پراخوالي له مخې د نړۍ څلورم لوی هېواد دی؛ خو د نفوس د سلنې له مخې د نړۍ درېیم ډېر وگړي لرونکی هېواد دی. د امریکا ټول نفوس ۳۲۳ درې سوه درویشت میلیونه وگړي حساب شوی، چې د ټولې نړۍ ۴.۴۵٪ سلنه وگړي په امریکا کې ژوند کوي.
۴ـ اندونیزیا:

اندونیزیا په اسلامي هېوادونو کې لومړی ځای لري، چې ډېر مسلمانان پکې اوسېږي. د اندونیزیا ټول ۲۵۸ میلیونه وگړي حساب شوی او ټولې نړۍ په سلو کې ۳،۵۱ برخه جوړوي.
۵ـ برازیل:

برازیل د نړۍ پنځم لوی هېواد دی او د نفوس په سلنه کې هم پنځم ځای لري. د برازیل ټول نفوس دوه سوه یوولس میلیونو نه ډېر حساب شوی، چې د ټولې نړۍ په سلو کې ۲،۸۱ برخه جوړوي.
۶: پاکستان:

د تازه سر شمېرنې له مخې د پاکستان نفوس ۲۰۷ میلیونه وگړي حساب شوی، چې د ټولې نړۍ په سلو کې ۲،۶۲ سلنه برخه خلک پاکستانیان دي. د پاکستان د سر شمېرنې اداره وايي، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د پاکستان ۵۷ میلیونه وگړي ډېر شوی. پنجاب د پاکستان د ډېرو وگړو لرونکو صوبه یاده شوې. په ټول پاکستان کې پښتانه ۷، ۵۷ میلیونه دي، چې ډېر یې په خیبر پښتونخوا او پاتې نور یې په بلوچستان، سند او پنجاب کې اوسېږي.
۷ـ نایجریا:

نایجریا افریقايي هېواد دی، چې د نفوسو له مخې په افریقا کې لومړی مقام لري او ټول نفوس یې ۱۹۲ میلیونه وگړي حساب شوی، چې د ټولې نړۍ په سلو کې ۲،۵۵ سلنه وگړي پکې ژوند کوي.
۸ ـ بنگله دېش:

بنگله دېش په اسلامي هېوادونو کې څلورم د ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې د وگړو شمېر یې ۱۶۵ میلیونه وگړي حساب شوی. د ټولې نړۍ په سلو کې ۲،۱۹ برخه بنگالیان دي.
۹ ــ روسیه:

روسیه د پراخوالي له مخې د نړۍ لومړی پراخ هېواد دی؛ خو د نفوس له مخې د نړۍ نهم هېواد دی. د روسیې ټول نفوس ۱۴۴ میلیونه وگړي حساب شوی. روسیه د ټولې نړۍ ۱،۹۱سلنه برخه وگړي لري.
۱۰ ـ جاپان:

جاپان د نړۍ لسم هېواد دی، چې ډېر وگړي لري. د جاپان ټول نفوس ۱۲۷ میلیونه وگړي حساب شوی. جاپان د ټولې نړۍ ۱،۶۸ برخه نفوس لري.



