برتانوۍ سنډې ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د برتانیا SAS ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته د تللو تیاري کوي.
پوځي سرچینو ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، لومړۍ وزیره تریزا مې چمتو ده چې افغانستان ته ځانګړي هوايي ځواکونه ولېږي، تر څو پرې د طالبانو مشران او نور وسله وال مخالفین له منځه یوسي.
که څه هم امریکا له برتانیا د ځانګړو ځواکونو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې، خو برتانیا تمه لري چې امریکا به افغانستان ته د دوی د ځانګړو ځواکونو د بېرته لېږلو غوښتنه وکړي.
په رپوټ کې ویل شوي چې برتانیا به د هوايي بریدونو ترسره کولو لپاره بې پیلوټه او نورې الوتکې هم افغانستان ته راولېږي. یوې سرچینې دې ورځپاڼې ته ویلي چې سږ کال به برتانوي ځانګړي ځواکونه شپنۍ چاپې وهې، څو د طالبانو د زیاتېدونکو پرمختګونو مخه ونیسي.
بل خوا د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی یاد خبرونه نه تاییدوي او نه یې هم ردوي.
برتانیا افغانستان ته د SAS ځواکونو د رالېږلو پرېکړه وروسته له هغه کړې چې برتانوي استخبارات د طالبانو له پراخ نفوذه په وېره کې شول. ویل کېږي چې برتانوي استخباراتو د خپلو جاسوسانو په وسیله داسې معلومات تر لاسه کړي چې په کې ویل شوي و طالبان د افغانستان په هر ولایت کې ورځ په ورځ د نفوذ په حال کې دي.
لوړپوړو برتانوي چارواکو ویلي، د باوري استخباراتي سرچینو له معلوماتو داسې ښکاري: که امریکا له افغانستانه خپل پوځونه وباسي، دا هېواد به سمدستي د طالبانو لاس ته ولوېږي.
ویل کېږي، همدې معلوماتو ټرمپ دې ته اړ کړ چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل اعلان کړي. ټرمپ تېره دوشنبه د افغانستان په اړه زړه ستراتیژي اعلان کړه. نوموړي وويل، چې له عراقه د امريکايي ځواکونو ويستل يوه اشتباه وه او امريکا به دغه اشتباه په افغانستان کې تکرار نه کړي. د ټرمپ په وينا امريکايي پوځيان به تر نامعلوم وخته پورې په دغه هېواد کې پاتې وي او جګړې ته به دوام ورکړي.
د برتانیا ځانګړي ځواکونو یا SAS هم د نورو بهرنیو سرتېرو په څېر په جنګي جرمونو کې ښکېل دي.
د تیري جولایي په میاشت کې، سنډې ټایمز ورځپاڼې د دې ځواکونو د یو شمېر جرمونو اسناد خپاره کړل. په اسنادو کې ویل شوي و چې د برتانوۍ سنډې ټایمز ورځپاڼې ویلي، برتانوي ځانګړو سرتېرو SAS به د شپنیو چاپو پر مهال ملکي افغانان د ژوندي نیولو پر ځای په خپلو کورونو کې وژل او وروسته به یې د دوی تر څنګ وسلې وغورځولې تر څو دا وښيي چې وژل شوي ملکي وګړي طالبان وو.
له بلې خوا د برتانیې دولت هم په دې تورن دی چې د خپلو سرتېرو د جنایتونو د پټولو هڅه یې کوله.
ټایمز مجلې د خپلې سرچینې له قوله لیکي: د برتانیا دفاع وزارت د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو د پټولو لپاره پرلپسې هلې ځلې کولې او ادعا یې کوله چې د یادو پېښو د جزئیاتو خپرول به ملي امنیت ته زیان واړوي.
د ټایمز ورځپاڼې سرچینې زیاته کړې: د برتانیا دفاع وزارت له دې امله د جنګي جنایتونو د پټولو هڅې کولې چې وېره یې درلوده په نشرولو سره به یې ملي امنیت، د ولس باور او د خپلو متحدانو همکارۍ ته زیان ورسېږي.
سنډې ټایمز ویلي، برتانوي سرتېرو به کله ناکله خپلې کړنې پر افغان ځواکونو تاوانولې او ویل به یې چې ملکي وګړي له دوی سره مله افغان سرتېرو وژلي دي. په دې سره به پېښه نه څېړل کېده او برتانوي سرتېري به سپین وختل.
ویل کېږي چې د شپنیو چاپو ځینې ویډیوګاني بې پیلوټه الوتکو او د چاپو پر مهال ګډون کوونکو سرتېرو ثبت کړې دي. په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې برتانوي سرتېري افغان ملکي وګړي وژني او افغان سرتېري ورته ولاړ وي. په دې سره د برتانوي سرتېرو هغه ادعا دروغجنه ثابتېږي چې د وژنې پړه به یې پر افغان سرتېرو وراچوله.
همدا راز په دې څېړنو کې ځېنې داسې انځورونه هم تر لاسه شوي دي چې برتانوي سرتېري له وژلو وروسته خپلې روسۍ میکاروف توپنګچې د وژل شویو ملکي وګړو تر څنګ غورځوي. په دې توګه به دوی ښودله چې دا کسان د طالبانو غړي وو او بې وسلې نه وو. له دې وروسته به یې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره انځورونه اخیستل تر څو خپلو ته دا وښیي چې وسله وال طالبان یې وژلي دي.


















