(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): د امريکا د تکساس چارواکي وايي، هاروي په تيرو دولسو کلونو کې تر ټولو سخت طوفان دی، چې تر دې دمه يې درې تنه وژلي او لسګونه ميليارده ډالره زيان يې اړولی دی.
د امريکا حکومت د دغه ايالت په پنځوس ولسواليو کې د بيړني حالت اعلان کړی او خلکو ته يې ويلي چې ځانونه خوندي سيمو ته وباسي، ويل کېږي تر ۲۰۰۰ پورې پوځيان د عامو خلکو د ژغورلو لپاره پر عملياتو بوخت دي.
د چارواکو په وينا، تر دې دمه درې نيم لکه کسان له برېښنا بې برخې شوي او زياتوي چې لسګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.
د سره صليب نړيوالې کميټې د طوفان ځپلو کورنيو لپاره د موقتي کورونو په جوړولو پيل کړی او ويلي يې دي چې د اړتيا په صورت کې به نور کورونه هم جوړ کړي.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې ويلي، د هاروي توپان شدت په تېره یوه لسیزه کې بېساری دی.
ځايي چارواکو او کارپوهانو ويلي، چې په ټکساس کې د نړيدلو او خراب شويو ودانيو په بيا رغونه ممکن تر څلوېښت ميليارده ډالره مصرف وشي او ترميم به يې کلونه وخت وغواړي.


















