کشمير: وسله وال بريد کې ۸ هندي پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۵): په هندي کشمير کې وسله والو د دغه هېواد په يوه نظامي مرکز بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۸ هندي پوليس او دوه وسله وال وژل شوي، هندي چارواکي وايي تېره ورځ يې درې پاکستاني پوځيان هم وژلي دي.

د جمو کشمير يو تن پوليس چارواکي رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ وسله والو د “پلوامه” په سيمه کې د پوليسو په مرکز بريد وکړ او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

وي او ای د يادو ورځپاڼو له قوله ليکلي، چې د دغه بريد مسئوليت د “جېش محمد” په نوم ډلې په غاړه اخيستی دی.

تېره ورځ د هند سرحدي ځواکونو وويل، چې په سرحدي کرښه يې د پاکستان د رېنجرز ځواک درې سرتيري وژلي دي.

په عين حال کې هندي چارواکي ادعا کوي، چې شاوخوا ۷۹ وسله وال هندي کشمير ته ور اوښتي دي.

تير کال د ستمبر په مياشت کې وسله والو د هندي ځواکونو په يوه مرکز بريد وکړ، چې تر ۱۸ پورې هندي پوځيان پکې ووژل شول.

هند وايي، جې دغه وسله وال د پاکستان په ملاتړ او همکارۍ له پولې پورې غاړه اوړي او هلته بريدونه کوي، خو پاکستان د هند دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button