هرات کې د درې برېښنا بندونو جوړولو تړوونونه لاسليک شول

راپورتاژ: الماس خدرخېل ـــــــــــد افغانستان د برېښنا شرکت مسئولين وايي، چې په هرات ولايت کې يې د درې برېښنا بندونو د جوړولو تړونونه له درې بېلابېلو شرکتونه سره لاسليک کړل.
د چارواکو په وينا، چې یادې ۳ پروژې له اطلس افروز ایراني شرکت، افق البرز ایراني شرکت او جې وي/ سټیټ کورفس افغاني-هندي شرکت سره لاسلیک شوې دي.
د دغه شرکت وياند وحيدالله توحيدي رسنيو ته وویل چې د برېښنا دغه درې پروژې د هرات ولایت په اوبي، کروخ، چشت شریف او پښتون زرغون ولسوالیو کې پلي کیږي او په خبره يې چې د دې پروژې له بشپړولو وروسته به له ۱۶زرو تر ۱۸ زره کورنۍ له دوامدارې برېښنا څخه برخمنې شي.
هغه زياته کړه، چې په دغه پروژو ټول ۱۶ میلیون امریکايي ډالره لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
ډيری وخت د ځينو ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي، چې حکومت د برېښنا بندونو په جوړولو کلونه وخت تيروي او پر خپل وخت يې سرته نه رسوي، خو توحيدي وايي چې د برېښنا بندونو دغه پروژې به په يونیم کال کې بشپړې شي.
اوس مهال افغانستان اتيا سلنه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو ازبکستان، ايران او تاجکستان څخه واردوي، چې ډیری وخت د کابل په ګډون ځينې ګاوندي ولايتونه هم د برېښنا د نه شتون او ډیرو تللو څخه شکايت کوي.
د برېښنا د شرکت مسئولينو په وينا، يواځې کابل ولايت ۵۵۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو د ملياردونو ډالره نړيوالو مرستې سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې دغه برېښنا د خپل هېواد له اوبو څخه پوره کړي او چارواکي وايي چې اوس مهال دوی ۲۶۰ ميګاواټه برېښنا په واک کې لري.
په دې وروستيو کې د نوي افغانسان په نامه د څېړنومرکز په په خپل راپور کې وويل، چې افغانستان يواځې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې يې ګاونډيو هېوادونو ته ورځي.
که څه هم په فراه او نيمرو کې د بندونو جوړولو چارې روانې دي او د کنړ پر سيند د برېښنا د بند جوړولو راپورونه ورکول کېږي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې پر دغو بندونو کارونه ډير پر چټکۍ پر مخ نه ځي او د شوي قرارداد له مخې يې کارونه نه بشپړ کېږي.
څه موده وړاندې افغان حکومت ويلي و چې پر خپلو اوبو به برېښنا بندونه جوړ کړي، چې په سمدستي ډول ايران غبرګون وښود او ويې ويل چې دوی به په دې اړه غلي پاتې نه شي.
د (ایران ډيلی) په نوم د دغه هېواد يوې ورځپاڼې د ایران د ولسمشر روحاني د دفتر د رييس محمود واعظي له قوله ليکلي چې په راتلونکې کې د اوبو پر سر د هېوادونو تر منځ جنجالونه او جګړې جوړېدلی شي.
يوې څېړنې ښودلې، چې هرکال د افغانستان ۱۹ ميليارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ځي، که په پيسو وشميرل شي، هر متر مکعب په دوه ډالره حساب شي، ۳۸ ميلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي، دغه راز ۳۴ ميليارده متره مکعبه اوبه مو ايران ته ځي او ايران يې پر کويټ پلوري.



