پاکستان: د افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره به ناکامه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۶): د پاکستان لومړي وزير خان قان عباسي ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا نوې اعلان کړې تګلاره به له ناکامۍ سره مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ له بلومبرګ خبري اژانس سره په يوه مرکه کې کړي او زياته يې کړه، چې په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتيژي کاميابه نه ده او راتلونکې کې به هم بريالۍ نه شي.

عباسي په دغه مرکه کې وويل، چې د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو لپاره بايد سياسي لارې چارې ولټول شي ځکه په وينا يې جګړه د حل لاره نه ده.

ټرمپ د خپلې نوې افغان ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان تور پورې کړ، چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او په هغه هېواد کې پناه ځايونه لري، خو د پاکستان لومړي وزير عباسي په دغه څرګندونو کې د ټرمپ ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې پر ضد تر ټولو ډيره قرباني پاکستان ورکړې ده.

پاکستان ته د ټرمپ له خبرداري وروسته، د دغه هېواد ځينو مذهبي ډلو او سياسي حزبونو د امريکا د تګلارې او څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button