(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۶): د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو موټربم بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۱۹ سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوی یو تن سرتيري بريدګر د يادې ولسوالۍ په مرکز کې د اوردو پر قرارګاه برید وکړ، چې له کبله يې ۱۹ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په پېښه کې ۱۳ پوځيان او ځيني ولسي خلک وژل شوي او ۱۹ عسکر او ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.
يوې روغتيايي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې له يادې پيښې د لسو عسکرو جسدونه او يو شميرو ټپيان وروړل شوي دي.
د دغه پېښې ټپيان د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.
څو ورځې مخکې هم د هلمند مرکز لښکرګاه کې د طالبانو له لوري په دولتي ځواکونو موټربم بريد ترسره شو، چې لسګونه سرتيري پکې ووژل شول او د هغوی يو شمير ټانګونه يې ويجاړ کړل.


















