د ګډو ځواکونو عملياتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۶): تېره شپه د کندز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو عمليات کړي، چې له کبله يې پنځو تنوولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پاچاګل رسنيو ته وويل، چې بيګا ناوخته ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د سجانيو په سيمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپې واچولې او د يو شمير کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې.
نوموړی دغه راز وايي، چې عملیاتو ته ورغليو ګډو عسکرو عام خلک وهلي، ډبولي او د هغوی شتمنۍ او ځينې پيسې هم له ځانونو سره وړي دي.
په عين حال کې يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې امريکايي ځواکونو په ياده سيمه کې د ولسي وګړو کورونه بمبار کړي، چې له کبله يې له پنځو زيات کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچينې په وينا، په دغه بمبارۍ کې يوه ميرمن وژل شوې او د دوه ماشوما او دوه ميرمنې ټپيانې دي، چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.
دا چې ياده سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده، نو طالبانو يوې سرچينې هم د ګډو ځواکونو دغه عمليات تائيد کړي او ويلي يې دي، چې په سيمه کې يې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



