غني دې زهر وخوري!/ محمد دُرانی

تبصره
د افغانستان په ټول تاریخ کې مرکزي حکومتونه تل کمزوري پاتې شوي. د ظاهر شاه او داوود نه وروسته دلته هېڅ قوي مرکزي حکومت واکمن شوی نه دی، بلکې مرکز حکومت تل بېلابېلو ډلو ټپلو گواښلی دی. خو دغه کمزوري تر دې حده هم نه وه، چې یو والي دې ټول حکومت او ټوله جغرافیه وگواښي.
د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته امریکا او ناټو شمال ټلواله په هر لحاظ وپړسوله. د شمال ټلوالې ډېری غړي یې وزیروان، والیان، مرستیالان او په نورو لوړو څوکیو کېنول. امریکا هم شمال ټلوالې ته د هغه کارونو بدله ورکړه، چې له امریکا سره یې د افغانستان په اشغال کې مرسته کړې وه.
د ملي یووالي حکومت زیات لوړ پوړي چارواکي ددې ټلوالې غړي دي او وخت نا وخت د حکومت د چپه کولو، د هوايي ډگرونو د نیولو او حتی غني ته گوتڅنډنه کوي او گواښي یې. غني پر دې ټولو ځان کوڼ کړی او ملت داسې ښيي، چې دی نه سترگې لري او نه غوږونه.
د بلخ والي پرون په سمنگان کې یو ځل بیا غني ته په ښکاره گواښ وکړ او ویې ویل، چې ارگ د ده پرضد په توطیو بوخت دی؛ خو دی هېڅوک له دندې نهشي گوښه کولای. ځکه دی د خلکو ملاتړ لري او کولی شي چې د ټول حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
«پر موږ نه بهرنۍ توطیې کار کوي، نه هم د ارگ او امنیت شورا او نورو توطیې. زه ستاسو پر ټولو توطیو پوهېږم او ستاسو ټوله وړتیا هم راته معلومه ده. خبرې مو هم راته معلومې دي. ستاسو شخصي وړتیاوې هم معلومې دي.»
نور غني ته په ښکاره وویل، چې د جمعیت گوند او جهادي مشرانو د گوښه کولو او د له منځه وړلو خوب به گور ته یوسي.
د بلخ والي یوازې حکومت ته گوتڅنډنه وکړه، بلکې د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار یې هم پر ملي نفاق تورن کړ.
غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ملت ته داسې غوړې ژمنې ورکړې وې چې ټولو فکر کاوه، چې د افغانستان یوازېنی کس به همدا وي، چې زموږ ټولې ستونزې حل کړي او شمال ټلواله به گدايي ته کېنوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بلخ والي ټول حکومت گواښي. نور له دې وړاندې هم غني پر بې کفایتۍ تورن کړی و؛ خو د غني بې چاره خیاطان اوس هم خوښ دي او فکر کوي، چې غني پر سمه لاره روان دی. غني چې یو والي نه شي مهار کولی، نو دا ورته ښه ده، چې زهر وخوري او خپل ځان په خپله ووژني.



