شنونکي: د سولې د مذاکراتو واک له بهرنيانو سره دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): د پګواش په غونډه کې افغان ګډون کوونکي پلاوي وايي، چې د ملي وحدت حکومت يادې غونډې ته خپل استازي نه دي ورلېږلي او په خبره يې چې د طالب استازو د ګډون مخنیوی يې هم کړی دی.

دمګړۍ د قزاقستان په مرکز استانه کې د پګواش ۶۲ غونډه روانه دی، چې پکې به د افغان سولې په تړاو خبرې وشي.

په دغه غونډه کې ګډون کوونکي افغان پلاوي او د چارو شونکی ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، چې ګډ حکومت خپله هم په دې غونډه کې برخه نه ده اخيستی او د طالب استازو د ګډون مخه يې هم نيولی ده.

د سياسي چارو يو بل شنونکي اسحاق اتمر ويلي، چې د سولې د مذاکراتو واک له بهرنيانو سره دی، ځکه خو د طالبانو او حکومت تر منځ سولې ته د رسېدو لپاره ګډه همکاري نه کېږي او معلومه تګلاره نشته.

نوموړي مسير ورځپاڼې ته ويلي، ، تر هغو چې د افغانستان په لانجه کې ښکېل هېوادونه پخپلو کې هوکړې ته سره و نه رسېږي د افغانستان جګړه به دوام مومي.

شنونکی محمد حسن حقيار بيا وايي، چې د پګواش د غونډو ازښت ځکه کم شوی، چې د سولې له پروسې سره يې مرسته نه ده کړې او په وينا يې چې اوس په جګړه کې ښکېلې غاړې دغې غونډو ته د پروژې په نظر ګوري ځکه يې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

حسن حقيار يادې سرچينې ته ويلي:”حکومت فکر کوي، چې پګواش طالبانو ته د دوی په پرتله ډېر وخت ورکوي او طالبان هم په دې باور دي چې پګواش يې پر سر پیسې راټولوي، دې فکرونو د پګواش غونډې بې ارزښته کړې دي”.

د پګواش د غونډې يوه ګډونکي رسنيو ته ويلي، چې په دغه غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو په وينا يې چې طالب استازو ته د قزاقستان حکومت ويزې نه دي ورکړي.

سياسي شنونکی فيض محمد ځلاند وايي، چې د پګواش غونډه کې د ګډون لپاره د افغان حکومت پلاوي ته بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی له ګډونه انکار کړی دی.

د سولې د عالي شورا وياند امين الدين مظفري ويلي، چې په ياده غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او په خبره يې که بلنه ورکړل شوی وای هم د افغان حکومت پلاوي به په دغه کنفرانس کې ګډون نه وای کړی.

هغه زياته کړې، د سولې شورا له طالبانو سره د هغه خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په نوښت رامنځته شوې وي او په وينا يې چې دوی د هغه مذاکراتو ملاتړ نه کوي چې د سولې شورا له چتره بهر ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي د افغان حکومت او سولې شورا دغه دريځ سم نه بولي او نيوکه کوي، چې نه پخپله د سولې لپاره پروګرام لري او نه هم د سولې لپاره د نورو د هڅو ملاتړ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button