ننګرهار: د طالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه داعشي قومندانان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې طالبانو پدې ولایت کې د داعشي ملیشو دوه قوماندانان وژلي دي
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي خبرپاڼې تیره ورځ و ویل چې په دغو کسانو کې یو یې قومندان قادر د داعش جنګیالیو د یوې پنځوس کسیزې ډلې مشر او بل یې قومندان نصیر و. .

خبرپاڼه زیاتوي د داعش ډلې دا دواړه مشران د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

خبرپاڼې ویلي چې قادر یواځې د طالب وسلوالو پرضد مبارزه کوله، او په سیمه کې یې عام خلک هم د طالب په نوم ځورول، چې بالاخره د طالبانو له لوري مومندرې ولسوالۍ کې و نيول شو او بيا بټي کوټ ولسوالۍ ته تر وړلو وروسته وژل شوی دی.
دغه راز د داعش ډلې يو بل قومندان نصير چې په نصیب مشهور و او د ننګرهار د مهمندرې د باسوال اوسیدونکی و وسله والو طالبانو په خپله ولسوالۍ کې نيولی او بيا يې په بټي کوټ ولسوالۍ کې وژلی دی.

باید وویل شي چې داعشي ملیشې په ختیځو ولایاتو کې هڅې کوي تر څو ځانته خوندي مرکز پیدا کړي او له هغه ځایه د طالبانو پر وړاندې خپل سنګرونه مستحکم کړي.
د سیمې خلک وایي یادې ملیشې تر ډیره پنجابیان، ایرانیان، او د منځنۍ آسیا د هیوادونو دي چې د یوه مشخص هدف له پاره د سترو قدرتونو او د سیمې د استخباراتي کړیو په ملتیا او همکارۍ د پروژې په حیث کارول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button