کابل ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): څو شيبې وړاندې په کابل کې د مسعود او عبدالحق څلور لارې ته څېرمه زوروره چاودنه وشوه، چې تر دې مهاله د نهو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه چاودنه د يو سرتيري بريدګر له لوري، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.

روغتيايي مسئولينو په دغه چاودنه کې د اتو تنو د ټپي کېدو او يو تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

چاودنه د دوهم مکروریانو پر سړک د نوي کابل بانګ او د امریکا متحده یالاتونو سفارت ته نېږدې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې د وژل شويو کسانو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، د دغه بريد انګيزه نه ده معلومه.

د چاودنې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او ټوله سيمه يې کلابنده کړې ده.

تر اوسه پورې امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

او د دغه چاودنې مسئوليت هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button