بس مونږ بخښنه غواړو؟!

 

عزیر اسدخیل

د جهاد کلمه په قرآنکریم کې ۴۱ ځلې ذکر شوې ده؛ خو د مهربانۍ، سلامتیا او شفقت کلمه ۳۵۵ ځلې ذکر شوې ده.

خو غربیان بیا د دې برعکس نظریه لري.

د اسلام سپېڅلي دین خلک د سلامتیا او یو بل ته د بخښنې نظریې ته خلک رابولي.

خو پوښتنه داده چې که اسلام په رښتیا خلک سلامتیا ته هڅوي نو بیا ولې د نړۍ تر ټول بد حالت ځپلی ځایونه اسلامي هیوادونه لکه:

 

فلسطین، افغانستان، پاکستان او عراق، ټول له ترهګریزی پیښو ډک دي، نو دا ښئ چې دغلته ترهګري  موجوده ده.

خو ځینې نور بیا وایی چې په دغو هیوادونو لکه عراق او افغانستان په خاوره کې د امریکا لخوا جګړه هم یو ترهګریز عمل دی.

ځینې بیا وایی چې نه داسې نه ده بلکې د امریکا جنګ د مستبدو حکومتونو نه د خلکو د ژغورنې لپاره یوه جګړه ده.

ځینې بیا وایی چې نه داسې نه ده بلکه د امریکا جګړه د پټرولو او قیمتي کانونو د ترلاسه کولو لپاره یوه جګړه ده.

دا مختلف فکرونه ده.

که مونږ د ترهګرۍ په هکله خبرې کوو نو په زغرده ویلای شو چې په نړۍ کې تر ټولو ستر ترهګر سپین ځواک دی.

د سپتمبر ۱۱مه کې که وغږیږو نو:

د امریکا په نیویارک کې په سوادګریز مرکز د برید پر مهال څومره انسانان ووژل شول؟ ځواب دادی چی نږدې ۳۰۰۰ کسان.

او په افغانستان کې د امریکا په بمونو څومره ملکي انسانان ووژل شول؟ ځواب یې دادی چې له ۱۵۰۰۰ نه زیات بې ګناه انسانان ووژل شول، سره له دې چې دا تخمیني ارقام دي.

په افغانستان باندې امریکا تر اوسه ۵۰۰۰۰ پنځوس زره ټنه باروت استعمال کړي دي، هغه هم په بې ګناه ملکي انسانانو باندې، چې قربانیان یې زیاتره سپین ږیري، ښځې او ماشومان دي.

ځینې بیا وایی چې دا ټول د طالبانو له امله (یعنې که طالبان نه وای نو امریکا به دغه وژنې نه کولې)

ځینې بیا عقیده لرې چې طالبان هم د امریکا  د استخباراتو له خوا جوړ شوی دي. او ددې لپاره یې جوړ کړي دي چې د روسیې په مقابل کې وجنګیږي، خو بیا هم ترهګر دي، وایی چې امریکا داسې ترهګر پیدا کړي چې په ټول تاریخ کې یې هم نه و پیدا کړي.

امریکا په افغانستان کې هغه ترهګر پیدا نکړل چې دعوه یې کوله، لکه په عراق باندې د برید پر مهال یې چې د ویجاړوونکو وسلو ادعا کړې وه خو پیدا یې نکړه. په عراق کې د امریکا د جګړې په پایله کې نیم ملیون او لا هم زیات انسانان ووژل شول، خو امریکا او برطانیا چې د عراق د جګړې لوبغاړي وو کله یې چې په عراق کې وسله پیدا نکړای شوه نو بیا څه وکړل؟؟؟

په ډیر ساده ډول یې وویل چې بس مونږ بخښنه غواړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button