شمال کې محلي پوليس د خلکو کورونه لوټي او ځوروي يې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): د شمالي ولايتونو يو شمير اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، چې په پوځي عملياتو کې محلي پوليس (پاڅونوال) د خلکو کورونه لوټي او زوروي يې.
مدني فعالان وايي، چې ډيری دغه ډول خلک د سيمې په ناامنۍ، غلاوو او قتلونو کې لاس لري او زياتوي چې هغه کسان يې ملاتړ کوي، چې د پاڅونوالو په نوم غير مسوله وسله وال له ځان سره ګرځوي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې محلي پوليس چې خلک يې اربکي وسلوال او ځينې رسنۍ يې پاڅونوال بولي، له بشري حقونو او نورو قوانينو په سرغړونې تورن شوي دي.
خو تازه د شمال اوسېدونکي وايي، چې د دغه وسله والو له فعاليت او کړنو تر پوځې راغلي او زياتوي چې د عملياتو پر مهال د دوی کورونه لوټوي، سپک چلند کوي او عام خلک زوروي.
په عين حال کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول نصرت الله جمشيدي تائيدوي چې په ځينو عملياتو کې غير مسوله وسله وال يا پاڅونوال هم برخه اخلي، خو په وينا يې چې په عملياتو کې د دغه ډول وسله والو د ګډون پريکړه د هماغه ولايت د نظامي شورا له خوا کېږي.
په بلخ ولايت کې يوه سياسي کارپوه وکيل متين رسنيو ته ويلي، چې هره سيمه کې هر شخص خپله اردو لري د دولت په اردو او پوليسو باندې څوک باور نه کوي.
د خط نو په نوم د څېړنيز مرکز مسئول قادر مصباح وايي، چې په عملياتو کې د پاڅونوالو په نامه برخه اخيستونکي وسله وال په نا امنۍ، چور او وسله والو غلاوو کې لاس لري او دغه راز د قومونو تر منځ ستونزې هم د همدوی له خوا جوړېږي.
څو ورځې وړاندې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د عطامحمدنور په مشرۍ دولتي ځواکونو عمليات ترسره کړل، چې ډيره برخه پکې د پاڅونوالو په نوم وسله والو اخيستې وه او ځايي اوسېدونکو ترې سخت شکايتونه وکړل او ويل يې چې د دوی له کورونو يې د کور سامان، کالي، بطرۍ، سولرې او څه چې مخې ته ورتلل له ځآن سره يوړل.
څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ولسي پاڅونکوونکو په نوم يو ځواک رامنځته شو، چې پيسې او وسلې به د امريکايي ځواکونو له لوري ورکول کېدلې او وروسته د حکومت په منظم چوکاټ کې د محلي پوليسو په نوم رسمي شول.



