امریکایي چارواکي: په افغانستان کې د هوایي بمباریو پوره واک لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۷ فرید افغان)
امریکایي چارواکي وایي په افغانستان کې د هوایي بریدونو پوره واک لري او هر ځای او هروخت چې وغواړي په خپلواکه توګه بریدونه کولی شي.
ډګروال برایان پیپکن چې په افغانستان کې د هوایي ځواکونو قوماندان دی ویلي چې له دې وروسته به یې هوايي ځواکونه نور ځانګړي واکونه هم ترلاسه کړي او تر څنګ به یې په بریدونو کې لا ډیروالی راشي.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې ۳۵ تنه ولسي وګړي چې تر ډیره ښځې، ماشومان و، ووژل شول.
همداراز په کندوز کې هم دوه کلي بمبار شول چې یوه ښځه وژل شوې او ګڼ نور ټپیان دي.
د امریکا د هوايي ځواک قوماندان ویلي؛ چې د امریکا د نوې پالیسۍ ترمخ یې تمرکز تر ډیره په هوایي بریدونو دی او هڅه کوي چې له مخامخ جګړو څخه خپل ځواکونه وژغوري.
د نوموړي په وینا د امریکا هوايي ځواکونه په هوايي بریدونو کې خلاص لاس لري او هر ځای کولی شي چې د طالبانو پر وړاندې هوایې بریدونه وکړي آن که د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې امکان هم و.
باید وویل شي چې د ګډحکومت مشران حق نلري تر څو په امریکایي جرایمو نیوکه وکړي یا هم ترې تحقیقات وکړي.
ځکه له امریکا سره د شوي تړون ترمخه امریکایان په افغانستان کې قضایي مصؤنیت لري او هیڅ ارګان یې مخه نشي نیولی.
د څیړنو تر مخه یواځې د سږکال په هوایي بریدونو کې ۸۰% سلنه ملکیان په نښه شوي دي له دې سره سره څو ځله په ډلییزه توګه افغان ځواکونه هم په نښه، او وژل شوي دي.
چې ګډحکومت تر اوسه نه د ولسي مرګ ژوبلې او نه هم د خپلو ځواکونو په هکله د څه ویلو جرئت کړی دی



