په رواني ناروغۍ اخته حکومت ته د سولې مشوره!

ع خاموش

په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کالو راهيسي جنګونو او سیاسي کمشکشونو د هېواد له نیمايي ډېر وګړي په رواني ناروغيو اخته کړي‌دي. د روغتيا وزارت په وينا د هېواد ٦٧ سلنه اوسېدونکي په رواني ناروغيو اخته شوي دي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې د روغتيا وزارت چارواکو په کې خپل ځان او په ارګ کې له اشرف غني راچاپيره دوه درځنه مشاورين شمېرلي او که نه؟ که دا هم ورسره وشمېرل شي نو شايد په هيواد کې د رواني ناروغانو شمېر تر دې شمېرې لس سلنه لوړ شي.

 د رواني ناروغۍ په ياده شمېره مو لس سلنه ځکه ورزياته کړه. دا مهال په افغانستان کې لس سلنه په نوي سلنه ولس حکومت کوي، که څو کاله نور هم  تېر شول او پاتې برخه کمکيان را لوی شول، بيا به دوی هم په رواني ناروغيو اخته کړل شي.

په هېواد کې ناسمه حکومتولي، په سيمو کې د زورواکو زورواکي، د ولايتي چارواکو د نشه یې او انساني قاچاقيانو سره په قاچاقوکې ونډه لرل، هره ورځ په بمباريو کې د ولسي وګړو وژل، د پرديو د اهدافو لپاره روانې جګړې، ناامني، بې‌وزلي، پر نشه‌یي توکیو روږدېدل، له بې روزګاريو غربي هېوادونو ته د ځوان نسل په مرګونو لارو تلل او… د رواني ناروغیو د اخته‌کېدو لاملونه دي.

د دې ناروغيو ډېره برخه ښځې دي. که په يوه کورنۍ کې نارينه يا ښځو ته کومه ستونزه پېښه شي، زيات کړاو یې ښځې ګالي؛ ځکه د نارينه وو په نسبت زيات شمېر ښځې په رواني ناروغيو اخته شوې دي.

په هېواد کې د حکومت ناسمې کړنلارې ولس په اندېښنو کې راګير کړی دی. همدا لامل دى چې د ولسي وګړو د رواني نارغيو کچه لوړه شوه. که د ولسي وګړو رواني ناروغي نوره هم زياته شي، حکومت اړ دی چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي؛ خو دا چې موجوده حکومت د ولس غوښتنو ته د ځواب واک نه لري، له دې نه دا څرګنده شوه چې موجوده حکومت هم په رواني ناروغيو اخته دى، خو ځان ته رواني ناروغ نه وايي.

د موجوده په رواني ناروغۍ اخته حکومت څخه د سولې لاره ورکه ده، ځکه يو رواني ناروغ د سولې په اړه پريکړې نه شي کولاى او بيا هغه حکومت چې د کړنو او ويلو واک یې له بل سره وي. امکان لري چې په وزارتونو کې څو چارواکي او د ارګ دوه ورځنه مشاورینو علاوه د ولاياتو چارواکي هم په رواني ناروغيو اخته شي؛ چې ارګ رواني رواني ناروغي ولري، نو ولايات هم په رواني ناروغۍ اخته کېداى شي.

د رواني ناروغه حکومت لپاره غوره مشوره دا ده چې کله هم داخلي يا بهرني پوځونه وسله والو برمته کړي، د هغوی د خلاصون لپاره حکومت له ولسي قومي مشرانو څخه کار واخلي، د هغوی په منځګړیتوب یې راخلاص کړي چې په مېززا ولنګ کې نږدي درې سوه وګړي د قومي مشرانوپه منځګړیتوب راخلاص کړل شول ددې خلاصون دمخه ډير داخلي او بهرني پوځيان د قومي مشرانو په منځګړتوب له وسله والو راخلاص کړل شوي دي.

حکومت په تېرو شپاړسو کالو کې ځکه کاميابي ترلاسه نه کړه چې نه په خدای او نه په ولس تکيه لري. حال دا چې الله ولس ته زور ورکړی دی. همدا قومي سپين ږیري او مخور مشران دي چې د افغانستان په تاريخ کې یې نه حل کېدونکې مسئلې حل کړې دي. د سولې په نامه شورا ته خو د څو تنظيمونو په ګوته شوي اشخاص لېږل شوي دي هغه خوران چې د خپلو خبرو  واک نه لري، د مخالفو وسله والو سره به د سولې په اړه څه پرېکړه وکړي؟

  که دا په رواني ناروغۍ اخته حکومت خپلو قومي مشرانو، سپن ږيرو او مخورو اشخاصو ته مخ ور واړوي، خپل افغانان خپل وګڼي په هېواد کې به تلپاتي سوله رامنځ ته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button