چاه اب ولسوالۍبازار کې دوه سرايونه- سل هټۍ سوځېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۷): د تخار ولايت د چاه اب ولسوالۍ په بازار کې ستره اورلګېدنه رامنځته شوې، چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې په دغه بازار کې اورلګېدنه د لرګيو د يو دکان څخه نورو سرايونو او هټيو ته خپره شوې، چې په ترڅ کې يې دوه سرايونه او تر سلو پورې دکانونه په مکمله توګه سوځېدلي دي.

دغه اورلګېدنه تېره شپه د ۸ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې ټوله شپه يې دوام وکړ او نن سهار د خلکو او پوليسو په مرسته اور مړ شو.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د شپې ناوخته ورته د اوروژنې ډله رسېدلې چې تر پنځو بجو پورې يې ټول اور مړ کړ.

چارواکي وايي، چې په دغه اورلګېدنه کې چاته ځاني زيان نه اوښتی خو زياتوي چې د خلکو د دکانونو د سوځېدو له کبله خلکو ته تر سلو ميلونو افغانيو زيات تاوان رسېدلی دی.

تر اوسه پورې د اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button