افغانان د سمیع الحق په فتوی جنګیږي؟

نصیب ځدراڼ
دا یي شپاړسم کال شو هغه امریکایان چې خپل وطن کې یي سپیو ته روغتونونه جوړ کړي،هغه امریکایان چې وایي چې موږ د ځمکې لاندي څو سانتي شی وینو،پرته له ویزې او پاسپورټ راغلي افغانان په وینو لمبوي.
پرون یي په شین ډنډ کې بمبار وکړو ۳۵ ملکي خلک یي شهیدان کړل،تیره ورز یي په چهاردره کې بمبار وکړ ۲۰بیګناه ملکیان یي په شهادت وروسول،څو ورځې مخکې یي په هسکه مینه کې بمبار وکړ او ۲۶ عام ولسي وګړي یي شهیدان کړل.
د بشر د حقوقو ټیکادارانو په شپاړس کالو کې په مړو بولې وکړي،په پنجوایي کې یي د ۱۶ تنو مکمله کورنۍ یي شهیده کړه بیا یي ټول جسدونه وسوځول.په زرمت کې یي ښځې په سپیو وداړلې.هغه جنایتونه یي وکړل چې قلم یي په لیکلو ستړی شي.
خو دلته راځم خپل اصل هدف ته دا دومره وحشتونه چې دوی وکړل په بدل کې یي افغانانو ته څه ورکړل؟یا یي افغانانو ته کومه ګټه ورسیده؟
داسې روغتون یي جوړ کړ چې ولسمشر هم دلته د خپلو کولمو علاج پکې وکړي یا ۱۰۰۰ تنه پکي بستر شي؟داسې فابریکه یي جوړه کړه چې ۱۰۰۰۰ مزدوران کار پکې وکړي؟داسي پوهنتون یي جوړ کړ چې ۵۰۰۰ محصلین درس پکې و وایی او سند یي په نړیواله سطحه ومنل شي؟خو اسلحه او باروت راوړي ځوانانو ته یي د روزګار همدا یوه لار پریښې ده چې د امنیتي ځواکونو په نوم زموږ همکاران،محافظان او جاسوسان شئ.
د پوځي یرغل سره یي تبلیغاتي جګړه هم پیل کړي ده،څوک چې د دوی د یرغل په مقابل کې سر راپورته کړي د ترهګر،القایده،او د خصوصاً پنجابي یا پاکستاني په نوم وژل کیږي یا زندان ته اچول کیږي.
د تبلیغاتي جګړې یوه لویه برخه دا هم ده چې طالبان د پاکستان په فتوی جنګیږي،یا د پاکستاني ملایانو سمیع الحق یا فضل الرحمن په فتوي جنګیږي
فرض کړو که سمیع الحق نه وی،فضل الرحمن او پاکستان نه وی، بیا به د شین ډنډ د خلکو څه عکس العمل وو؟بیا به د چهاردرې خلکو د بمبار په عکس العمل کې امریکایانو یا همکارانو ته غاړې ته ګلان ور اچول؟که پاکستان نه وي د هسکې مینې خلکو به د خپلو شهیدانو په جسدونو شیرني ویشله؟
د امریکایانو د نوې تګلاره په حقیقت کې د جنګ د دوام اعلان دي او دا یي په عمل سره چهادره او کندوز کې ښکاره کړ،خو چې څنګه نوې تګ لاره اعلان شوه د اشرف غني،عبدالله نه ټیټ رتبه مامورینو پوري ټولو داسي د خوښیو بیانونه ورکړل لکه د جنت زیری چې ورباندي وشي،امر الله صالح خو و ویل چې د ټرمپ تګلاره خو داسې ښکاري لکه احمد شاه مسعود چې په قبر کې جوړ کړې وي.
زموږ د وطن حقیقی پایتخت د کابل پر ځای باګرام دی،سلګونو واره داسي وشول چې د ناټو مشران په نا اعلان شوي سفر هلته راشي او د افغانستان دولتي مامورین هم هلته ور وغواړي.احکامات ورکړي او له باګرام نه بیرته اروپا ته لاړ شي.
د ولسمشر زوی طارق او لور مریم نه ونیسه د ټولو وکیلانو،وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو بچیان په امریکا،هند،برتانیه،ترکیا او روس کې درسونه وایي او عصري ژوند تیراوي،کله یي د بمبار غږ ندی اوریدلی،کله یي د جنګ د لاسه ویښه شپه نه ده تیره کړې،کله داسې حال نه دي ورباندی راغلی چې بمبار کې زخمیان شوي وي او روغتون د نشتوالي له امله ژوند د لاسه ورکړي.
اوسنیو واکمنانو له افغانانو لار ورکه کړې ده چې څه وکړي؟یا خو هغو چرګانو غوندي په پنجره کې خپل مرګ ته انتظار وکړي کومو نه چې قصاب هرا ورز یوه چرګه راونیسي او ذبحه یي کړي او د نورې خوشحاله شي چې ژوند مو یو څه وخت دوام وکړ او که قلم یا اسلحه راپورته کوي او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي نو ورته ویل کیږي به چې ته خو د سمیع الحق یا فضل الرحمن په فتوی دا کار کوي د پنجابي په نوم په وژل کیږي یا به زندان ته اچول کیږي.



