عاصم باجوه: په پاکستان کې د داعش ډله نشو زغملای

کابل ټکی کام فرید احمد

د پاکستان د فوځ د عمومي اړیکو مسؤل عاصم باجوه ویلي دي چې په پاکستان کې د داعش په نامه ډله نه عوام منلای شي او نه به حکومت ددوی په شتون سترګې پټې کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوران کې وویل چې د داعش ډله یو نړیوال ګواښ دی او نړیوال غبرګون ته اړتیا لیدل کیږي، په اړه یې باید څوک هم بې پروايي ونکړي.

باجوه وايي: «د هیواد خلکو په کامل ډول داعش ډله رد کړې ده او دغه ډله په پاکستان کې هیڅوک نه قبلوي.»

هغه زیاته کړه که چېرې په هیواد کې د داعش په نامه ډله راڅرګنده شي نو د یو جدي اقدام امکان شته دی.

عاصم باجوه وایي چې ټوله دنیا دا مني چې دا ډله یو ګواښ دی او یوازې په منځني ختیځ او افغانستان کې وجود لري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button