عراق : یوه مسجد باندې په حملو کې ۶ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)
له بغداد نه مو خبر ترلاسه کړ، چې د بغداد په جنوب کې نن د شیعه ګانو پر یوه مسجد باندې بمي بريدونه شوي چې لږ تر لږه ۶ تنه په کې وژل شوي دي او یو شمېر نو ر يي ژوبل دي .
د ځايي رسنيو د خبر په استناد، لومړی حمله په یوسفیه سیمه د جومات تر څنګ ښخ شوی ماین له امله رامنځ ته شوه، وروسته سمدستي سيمې ته نور پولیس راغله چې یو سرتېری بريد پرې وشو ګڼ شمېر امنيتي چارواکي يي مړه او ټپیان کړل .
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د دغو حملو مسؤلیت کومې ډلې نه ده منلی خو دغې ته ورته حملې ډېری وخت د داعش سخت دريځه ډله ترسره کوي .
بدرالدين ځواک



