کندهار: د ولايتي شورای غړی له چاودنې روغ وتلی

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)

له کندهار ولایت په تازه ترلاسه شویو راپورونو کې ويل شوي دي چې د دغه ولایت د ښار شورای غړی له یوې بمي حملې څخه روغ وتلی .

چاودنه نن سهار لس نیمي بجې دکندهارښار د  نیازمحمد په کروزین موټر باندې دکندهار هوایې اډي ته څيرمه وشوه .

په چاودنه کې د نوموړي موټر تخريب او پکې سپاره مړه او ژوبل شوي دي خو د نیاز محمد په اړه تردې دمه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button