(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن سهار د کاپیسا ولایت د علماؤ شورا رئیس محمد حنیفیار د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري رسنیو ته ویلي چې نوموړی د دویمه حصه ولسوالۍ په خم ربای سیمه کې د خپل یوه ساتونکي سره یوځای په نښه شوی.
د والي ویاند وایي وسلوال له سیمې تښتیدلي خو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
حنیفیار په کاپیسا ولایت کې د حزب اسلامي پیژندل شوې څیره وه او تر ډیره یې تمرکز د مخالفینو پر وړاندې په توندو ویناو کاو.
تر اوسه هیڅ کومې وسلوالې ډلې د نوموړي د وژلو پړه نده منلې.
دیادونې وړ ده چې په تیر کې هم پدې ولایت کې د حزب اسلامي کلیدي غړي د ناپېژانده وسله والو لخوا په نښه شوي چې سیمیز خلک یې پړه تر ډیره د حزب په مخالفه ډله جمعیت اسلامي ور اړوي ، خو د جمعیت ډلې تر اوسه رسما د کوم حزبي مشر وژل ندي منلي.


















