(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۸): په مکسيکو کې وړمه شپه سخته زلزله وشوه چې چارواکي وايي، د دغه زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شميره ۵۸ تنو ته رسېدلې ده.
د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې ويلي، چې یاده زلزله د رېختر په کچه ۸.۴ درجې وه چې د ګواتيمالا په چياپاس ايالت کې رامنځته شوې او مرکز يې له تريس- بيکوس ښار څخه ۱۱۹ کيلومتره لرې جنوب لويديځ پلو ۳۳ کيلو متره تر ځمکې لاندې ښودل شوی.
د چارواکو په ويناد یاد هیواد اوهاکا په ایالت کې ۴۸ تنه، په جاپا کې ۱۰ تنه او د تاپاڅوکو ایالت په ګالت ساحل کې درې تنه وژل شوي دي.
دغه راز د چياپاس ايالت په ۱۲۲ ښارونو کې بيړنی حالت اعلان شوی او سلګونه خلک ټپيان دي چې د ژغورنې ډلې يې له کنډوالو څخه په راويستلو بوختې دي.
د ګواتيمالا سواحلو ته نږدې د سونامي د راتلو له ويرې سلګونه کورنيو خپلې مينې پريښي او لارو کوڅو ته راوتلي او د دغه زلزلې له امله ډیری ودانۍ نړيدلي دي.


















