یمن: د سعودي الوتکو په سخته بمباري کې لسګونه تنه وژل شوي اوټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۰ فرید افغان)

د المیادین په نامه د خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي جنګي جیټ الوتکو د حریب القرامیش په سیمه کې چې د مآرب ښارګوټي په لویدیځ کې پروت ښار دی سخته بمباري کړي چې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.

د سعودي چارواکو په دې هکله له څرګندونو ډډه کړې ده.
د یمن رسنیو د ځایي خلکو له قوله خبر ورکړی چې یادو بمباریو دوی ته سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.
باید وویل شي چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف له څوکالو راپدیخوا په یمن کې د حوثي شیعه ملیشو پرضد سختو هوایي بریدونو ته زور ورکړی چې له کبله یې پدې هیواد کې لوی تاوتریخوالی رامنځته شوی.
ملګري ملتونه وایي د جګړو له امله د سختو ساري ناروغیو طوفان یمنیان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي او روزانه سلګونه کورنۍ له دې هیواد څخه کډوالۍ ته اړ کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button