د برګمټال پر ولسوالۍ جګړه روانه ده، طالبان د پرمختګ خبر ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰):د ورکړل شويو راپورونو بر بنسټ سلګونه وسله والو طالبانو نن سهار مهال د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، که په وخت سره هوايي ځواک ونه رسېږي نو ياده ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، تر دې دمه يې له دولتي ځواکونو درې پوستې او پراخه سيمه نيولې او وسله والو يې د ولسوالۍ په مرکز شديده جګړه پيل کړې او د دوی وسله والو د پرمختګ په حال کې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې دمګړۍ د ولسوالۍ په مرکز سخته جګړه روانه ده او ښايي لږ ځنډ وروسته د طالبانو لاسته ولوېږي.
تر اوسه په جګړه کې ښکېلو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.



