د بګرام په هوايي ډګر توغندي لګېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۹): نن سهار په پروان کې د بګرام په هوايي ډګر توغنديز بريد شوی، چې له کبله يې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې نن سهار مهال د هېواد په ترټولو لويه پوځي اډه بګرام دوه توغندي لګېدلي، چې له امله يې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

سرچينې د اوښتي زيان په اړه کره معلومات ورنکړل، خو زياتوي توغندي د امريکايي عسکرو په ميشت ځايونو لګېدلي دي.

طالبانو د دغه توغنديز بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، چې توغندي په هدف لګېدلي او په وينا يې چې مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.

بګرام هوايي اډې ته نږدې يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د توغنديو له لګېدو وروسته په ميدان کې د خطر زنګونه ووهل شول او له لرې د لګېدلو توغنديو دوړې مالومې شوې.

تر اوسه په دې اړه په هېواد کې ميشت امريکايي ځواکونو څه نه دي ويلي.

د بګرام په هوايي ډګر کې د امريکايي ځواکونو تر څنګ زرګونه د ناټو فوځيان هم ميشت دي، چې وخت ناوخت پرې د طالبانو له وري توغنديز بريدونه ترسره کېږي.

شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د دغه اډې ترڅنګ د وسله والو طالبانو يوه سرتيري بريدګر په ناټو ځواکونو برید وکړ، چې له امله يې يو شمير بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button