ايرما توفان د فلوريډا د ۳۴ لکه کورونو برېښنا پرې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۰): د ایرما سمندري طوفان د امريکا په فلوريډا ايالت ورنازل شوی، چې راپورونه وايي تر دې دمه يې د ميامي ښار ځينې برخې په اوبو کې غرقې کړي او د دغه ايالت د ۳۴ لکه کورونو برېښنا يې پرې کړې ده.

د امريکا د هواپېژندنې ادارې ويلي، چې نوموړي طوفان د فلوريډا سويلي ټاپوګان سخت زپلي او ښايي د دغه طوفان څپې تر څلور نيم فوټه لوړې شي چې په دې سره به يې خطرات نور هم زيات شي.

تر دې دمه په فلوريډا ايالت کې د توپان له امله د درې کسانو د مړه کېدو او يو شمير نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

چارواکي وايي، د توپان د ويرې له امله له نوموړي ايالت څخه ۶.۳ ميليونه کسان نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د څلورمې درجې دا سمندري توپان له چټک باد سره مل دی چې په ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره مزل وهي.

د فلوریډا چارواکي وايي، د ایالت لوېدیځې سمندرغاړې ته اندېښمن دي چې توپان پرې ور روان دی او د دغه ايالت والي ريک سکاټ د هغه سیمو د پنځو میلیونو اوسیدونکو د تخلیې امر کړی چې له ګواښ سره مخ دي.

تمه ده چې دغه توپان نن ناوخته د مکسیکو خلیج، تامپا او سنټ پیټرزبرګ سیمو ته ورسېږي.

کارپوهان اندېښنه څرګندوي، چې یاد توپان به په راتلونکو دوه ساعتونو کې د فلوريډا له ټيټو سيمو تېرېږي، چې ورسره به تېزه هوا په ساعت کې ۲۰۹ کيلومتره وي، چې له دې سره به د دغه ايالت پراخې سيمې نورې هم زيانمنې شي.

تر دې مخکې د ايرما توپان په کرابين ټاپوګانو باندې تېر شو، چې له امله يې ۳۰ کسان ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button