د سپتمبر ۱۱ د نړیوالې صلیبي جګړې د پیل بهانه

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۰)
پوره ۱۶ کاله وړاندې د سپرلۍ څلور الوتکې د دوو برید کوونکو له خوا وتښتول شوې، چې دوې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر ودانۍ وروجنګولې، یوه الوتکه یې له واشنګټن بهر د دفاع وزارت (پنتاګون) پر ودانۍ وجنګوله، خو څلورمه الوتکه یې د نیویارک او واشنګټن ترمنځ د پنسلوانیا ایالت په لوېدیځه برخه کې له منځه یووړه.
د دغې حملې په نتیجه کې چې د القاعده شبکې له خوا د دوو الوتکو په استفاده د نړیوالې سوداګرۍ لوړپوړیزې ودانۍ ونړول شوې نېږدې درې زره کسان ووژل شول او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپيان کړل.
همدې سترې ورانۍ غربي نړۍ سره متحده کړه،دامریکا او اروپا ګډې ستراتیژۍ ۱۲۰ زره بهرني ځواکوونه او۴۳هیوادونه رایوځای کړل
تر یادې خونړۍ پیښې سمدستي وروسته امریکایانو د هغې پړه د القاعده تنظیم پرغاړه ور واچوله اوله طالبانو څخه يي وغوښتل چې د پیښې تنظیموونکي او د همدې شبکې مشر اسامه بن لادن امریکاته وسپاري ځکه چې
د سپتمبر د ۱۱ پرمهال په افغانستان کې د طالبانو واکمنې حاکمه وه.
له امریکایي اشغال څوکاله وروسته د القاعده تنظیم مشر د ۲۰۰۴کال د اکتوبر په ۲۴ د امریکا تر ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې د خپل یوه صوتي پیغام په ترڅ کې د سپتمبر د پیښې مسؤلیت په رسمي توګه پرغاړه واخیست اوویې ویل چې دغه عملیات د القاعده تنظیم لخوا د مصري ځوان عطاء محمد په مشرۍ ترسره شول.
لسګونه امریکایي چارواکي اوس پدې معترف دي چې په افغانستان یې دبرید کولو هوډ غلطه دیپلوماسي وه چې امریکا یې په پوځي، اقتصادي او سیاسي برخه کې سخته منزوي کړه.
تیره ورځ د ډي ټایمز مجلې وتلی لیکوال او شنونکي په خپره شوې مقاله کې ویلي و
چې طالبان دسپتمبر د ۱۱ له حملو سره هیڅ اړیکه نلري او دا هسې یوه بهانه وه چې امریکایي ادارې جوړه کړه
نوموړی ټینګار کړی؛ د افغانستان هر وګړی چې د امریکایانو لخوا وژل کیږي باید جنګي جنایت وبلل شي او په خبره یې چې افغانان کامل حق لري چې امریکایي ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه وګوري او هغوی ووژني.
د سبتمبر په پیښه کې د ټولو وژل شویو کسانو شمیره ۲۹۷۳تنه او دورک شویوشمیره ۲۴ تنه تثبیت شوې، خو د امریکاپه مشرۍ د اعلان شوې جګړې د قربانیانو شمیره د افغانستان او عراق په اشغال سربیره لکونو انسانانوته رسیږي ، همدا راز د دغې جګړې د مفقودینو ، زخمیانو او اسیرانو شمیر ښايي تر ملینونو هم واوړي.
د سپتمبر له پیښې وروسته د ۲۰۰۱ کال د دسمبر دمیاشتې په شلمه نیټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک تر مخه د ملګرو ملتونو په تشکیل کې د ایساف ترنامه لاندې په افغانستان کې دسوله ساتونکي ځواک تشکیل منظور کړ
په دې سره ویلای شو چې د ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشري د مسلمانانو پرخلاف دا صلیبي ایتلاف د هغې صلیبي جګړې چې په کال (۱۰۹۶- ۱۲۹۱) میلادي کې د مسلمانانو پرخلاف پیل شوې وه ډیر خطر ناک او له سیاسي او پوځي لحاظه ډیر منظم او مجهز وه.
د دغه صلیبي ایتلاف په تشکیل سره نه یواځې داچې امریکې د یوه صلیبي قدرت په توګه پر نورو صلیبي هیوادونو خپل حاکمیت ومانه ، بلکي د صلیبي هیوادونو تر څنګ یې د ټولو اسلامي هیوادونو په حکومتونو هم خپل قیادت تحمیل او ټول یې د خپلوتوسعوي عزائمو د عملي کولو په غرض له تروریزم سره د مبارزې په پلمه د اسلام او مسلمانانو پرخلاف استخدام کړل.
تر دغه پوځي تشکیل لاندې افغانستان ته د تروریزم سره د مبارزې ترنامه لاندې د بهرنیو ځواکونو راتګ پیل شو او تر کال ۲۰۰۶ پوري ۱۵۰۰۰۰ بهرني یرغلګر ځواکونه په کابل سربیره د افغانستان په مختلفو ولایتونوکې ځای پرځای شول ، چې دتیرو ۱۳ کلونو په ترڅ کې د دغو ځواکونو له جملې څخه زرګونه بهرني پوځیان وژل شوي ، په سلګونو زره نور ژوبل شوي ، او د هغوی په تمویل باندې په زرګونو میلارد ډالر لګیدلي او د افغانستان سیاسي اوامنیتي وضعیت دې کچې ته رسیدلی چې نن همدغه مجهز راغلي امریکایان په خپلو خوندي مرکزونوکې هم آرام نه لري که څه هم د کابل اداره د دوی تر حمایې لاندې سوق او اداره کیږي خو بیا هم تر ټولو کاواکه، فاسد رژیم په رامنځته کولو سره یې افغانان لا د ځان غلیمان جوړ کړل او د امریکایي کارپوهانو په آند چې کومه وسلواله مبارزه د امریکایانو پرضد روانه ده ټوله د بهرنیو ځواکونو د ظالمانه اشغال زیګون ده چې نتیجه یې هره ورځ وژل او قاچاق او په حکومتوالۍ کې په پراخه کچه د فساد شونتیا ده
خو د امریکایي ځواکونو له ۱۶ کلني پوځي حضور سره سره وسله وال طالبان دپخواپه پرتله اوس پیاوړي شوي چي د هیواد په ۵۰ سلنې برخې پوره واکمني لري او په ټولو ۳۴ولایتونو کې دهغوی وسله وال فعال اوغوڅ بریدونه کوي .
له دې سره امریکایانو خپل حضور لاپسې وغځاو د ګډحکومت د امنیتي تړون سربیره چې امریکایانو ته یې د لس کلن فوځي حضور اجازه ورکړه د ټرمپ ادارې د نورو زرګونو امریکایانو د راتګ خبر هم ورکړی او له دې سره یې د بمباریو د غځیدو ژمنه هم کړې
دورته ستونزوپه وړاندې ټرمپ څه دپاسه ۶سوه میلیونه مرسته دهوايي ځواک لپاره لاسلیک کړه اوتردوه میلیاردډالروپورې یې افغان پوځي وسائیلو،پوځي تجهیزاتو اووسلوته ځانګړي کړي چي کیدای شي دجګړو لړۍ لانورهم پراخه شي
بلخوا اوس امریکایې اداره هڅه کوي ترڅو سعودي عربستان د دې پیښو اصلي طراح معرفي کړي او پدې توګه د غرامې په نوم ترې ملیاردونه دالر ولوټي.
د ۱۶ کالو دپوځي حضور بهانه امریکایانو ته د القاعدې د ډلې د مشر اسامه بن لادن ختمیدل و چې هغه هم په درییم هیواد کې پیدا شو.
د شنونکو په باور اوس د دې لوی پوځي اشغال تمدید دافغان ولس له وژلو او د یوه ولس پر وړاندې له جګړې کولو پرته بله کومه معنا نلري.
ځکه کوم وسلوال چې د همدې امریکایانو د وجود مخالف دي هیڅ بهرنی تابعیت نلري ټول افغانان دي خو یواځې د بهرني اشغال د حضور مخالف دي نو که اوس ولسي وګړي وژل کیږي یا امریکایي لوری تلفات ګالي او یا هم د افغانستان اجیره اداره چې د امریکایانو لخوا د مدافع ځواک په توګه کارول کیږي تلفات ورکوي پړه به یې ټوله د امریکایي مخاصم لوري پر غاړه وي.
وتلي امریکایي سیاستمدار“دانارد دوایر“ په یوه مقاله کې ویلي؛ چې د دې لوی جنګ اختتام یواځې په سوله کې نغښتی او په وینایي چې لمړی باید د امریکایانو لخوا نظامي عملیات او بمبارۍ ودرول شي بیا دې د خبرې اترې وشي او په پای کې دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
نوموړي په خپل ولس غږ کړی دی چې امریکا په افغانستان کې د تریلوینونو دالرو په مصرفولو سره له یو بن بست او داخلي او خارجي بې اعتمادي سره مخ شوې او امریکایي جنرالان نباید د خپلو مطلبي مشرانو د اهدافو ښکار شي ځکه هغوی د امریکایي ولس په وینو کې هم خیر ویني.



