درې اوونيو کې ۳۰۰۰ زره روهينګا مسلمانان وژل شوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ______ چارواکي وايي، د وروستيو دوو اوونيو په ترڅ کې د برما له راخين ولايت څخه بنګله ديش ته له درې لکو زيات روهينګيايي مسلمانان تښتېدلي او دغه راز ۳۰۰۰ نور د هغه هېواد د پوځ او بودايي وګړو له لوري وژل شوي دي.

سپوټنيک خبري اژانس د بنګله ديش د خارجه وزير ابوالحسن محود له قوله ويلي، چې په وروستيو دوو اوونيو کې د راخين په ولايت کې لس کم درې زره مسلمانان وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزير په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې بين المللي ټولنې په راخين ولايت کې وروستی تاوتريخوالی د مسلمانانو د نسل وژنې په معنا ياد کړی او مونږ هم د هغوی دغه خبره تائیدوو.

نوموړي رسنيو ته وويل، چې تر دې وړاندې هم د برما چارواکو له خپل هېواده د څلور لکو په شاوخوا کې روهينګيا مسلمانان کډه کولو ته اړ کړي و او په خبره يې چې د دغه لړۍ وروستۍ څپه هم ډاکا ته ورسېده او د اوو لکو په شاوخوا کې کډوال بنګلديش ته راتښتېدلي دي.

په راخين ولايت کې پراته روهينګيايي مسلمانانو ته د دغه هېواد له لوري تابعيت نه دی ورکړل شوی او له لسيزو راهيسي ورسره توپيري چلند، زور زياتي، ظلم او زورنې ترسره کېږي.

په ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو ادارې د ميانمار له حکومته د روهينګا مسلمانانو ته د (تابعيت د ورکړې او مساوي حق ورکولو) غوښتنه وکړه، خو د ميانمار حکومت تر اوسه دا کار نه دی کړی او دغلته ميشت يوولس ميليونه وګړو ته د بنګله ديش د مهاجرو په سترګه ګوري.

په داسې حال كې چې په ميانمار كې ددې هېواد د پوځ او بودايي سختدريځو په لاس زرګونه مسلمانان وژل كيږي او لسګونه زره نور يې د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي، اروپايي ټولنې او نورو نړيوالو بشري ادارو تر دې دمه کوم جدي عکس العمل نه دی ښکاره کړی.

دغه راز د استونيا په پلازمينه تالين کې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه درلوده خو په دغه ناسته کې هم د ميانمار دردوونکې مسلې ته ځای نه دی ورکړل شوی.

په ميانمار کې وروستی تاوتريخوالی د اګست مياشتې په ۲۵ نيټه هغه مهال رامنځته شو، چې د چارواکو په وينا کله چې په بنګله ديش سره په سرحدي پوله د دغه هېواد په پرتو پوستو د مسلمانانو له لوري بريدونه ترسره شول.

د سيمې او نړۍ يو شمير هېوادونو د میانمار د حکومت له خوا له روهينګيايي مسلمانانو سره ناوړه چلن غندلی او  د بنګله دیش او اندونیزيا حکومتونو پر نړيوالې ټولنې د میانمار پر ضد اقداماتو کولو غږ کړی.

دغه راز په افغانستان، پاکستان، مالیزيا او اندونیزيا کې د برما د حکومت او پوځ پرضد مظاهرې ترسره شوې او د روهينګا د مسلمانانو د ټولوژنې د ژرترژره د درېدو غوښتنه يې وکړه.

په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېدونکو طالبانو هم په برمايي مسلمانانو ظلمونه وغندل او له اسلامي هېوادونو يې وغوښتل چې که دوی دا فکر کوي چې د نړۍ د مظلومو مسلمانانوسره مرسته نه کول به دوی په امن کې کړي او ارام ژوند به وکړي، خو طالبان وايي دا فکر د دوی ستره سهوه ده.

طالبان وايي، که اسلامي هېوادونه د نړۍ د مسلمانانو دفاع ونکړي، نو يوه ورځ به د نړۍ د ظالمانو لاسونه د دوی ګريوانونه هم وشلوي.

دغه راز طالبانو د نړیوالې محکمې څخه د برما د مسلمانانو په هکله د انصاف غوښتنه او د روهینګا د مسلمانانو د قاتلينو د محاکمولو غوښتنه هم کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button