جرمني: پر افغان مسیحي چې صلیب یې پرغاړه وه، مرګونې حمله شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د جرمني په برلیین ښار کې ناڅرګندو بریدګرو پر یو افغان مسیحي باندې چې صلیب یې په غاړه کې پروت و، حمله کړې او نوموړی یې مرګونی ټپي کړی دی.
د برلیین ښار پولیسو رسنیو ته ویلي چې دو تنو ناڅرګندو بریدګرو داسې مهال نوموړی افغان تر برید لاندې راوست چې د نوموړي په غاړه کې یې ځوړند صلیبي نښان ولید.
یاد افغان عیسوي پولیسو ته ویلي چې بریدګرو په قهرجنه لهجه له نوموړي پوښتلي چې ولې یې صلیب پر غاړه ځړولی او مسیحي شوی دی.
پولیسو ویلي چې لمړی یوه بریدګر دیاد افغان له غاړې د صلیب زنځیر شلولی او څو سوکه یې پر مخ هم وهلی دی، چې وروسته یې دوهم ملګري هغه دوه ځلې په چاقو وهلی دی او بیا دواړه برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.
ټپي شوي شخص له پیښې وروسته د خپلو دوستانو نه مرسته غوښتې او سیمې ته د نوموړي خپلوان او پولیس یوځای رسیدلي او نوموړی یې روغتون ته انتقال کړی دی.
پولیسو ویلي چې د پیښې د عاملینو په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.
باید وویل شي چې لویدیځ هیوادونه هم اوس ځانونه آرام نه احساسوي او د مرګونو بریدونو زیاتوالي د اروپایي ټولنې او امریکایي چارواکو اندیښنې لاپسې زیاتې کړې.
څوکاله وړاندې رسنیو یو راپور خپور کړ چې ځینې افغانان بهر ته د تلو پرمهال له خپل دین څخه هم تیریږي ترڅو د هغو هیوادونو لخوا چې له اسلامپالو کرکه لري قبول شي .
د چارو څیړونکي وایي؛ ډیری ځوانان د مختلفو لارو له ادرسه د دین پریښودلو ته اړ شوي چې بیا د ځان د مصؤنیت پخاطر د اروپا، یا هم نورو دیموکراتو ملکونو هوس لري چې ډیری داسې خلک د دې پخاطر چې د مسیحیت تر چتر لاندې سرخوندي کړي، په یو بله غیر مترقبه پیښه کې ګرفتاره شي.



