لومړیتوب؛ سوله که جګړه؟/ هېواد خوږیاڼی

د سولې ډنډوره له تېرو څو کلونو راهیسې ډنګول کېږي؛ خو تراوسه د جګړې ټولو اړخونو د سولې لپاره ښکاره غږ نه دی کړی او نه یې د اوربند پرېکړه کړې ده.

امریکا او افغان دولت تل پر جګړه ټینګار کړی او د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني خو څو ځلې ویلي، چې د وسله‌والو طالبانو سرونه به ککرۍ کې ور مات کړي.

د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکل کېدو سره یوه هیله دا وه، چې ټرمپ به د بوش او اوباما تېروتنې تکرار نه کړي او خپل پاتې عسکر به له افغانستان څخه وباسي؛ خو ټرمپ هم په افغانستان کې په جګړه ټینګار وکړ. دلته یې د نورو عسکرو د رالېږلو خبره وکړه او د پنځه نیم زرو عسکرو لومړۍ ډله افغانستان ته راورسېده.

پر دې ټول پوهېږي، چې د اوسنۍ جګړې دواړو اړخونو ته افغانان مري؛ خو پر دې هم ټول پوهېږي، چې وسله‌والو طالبانو ته له جګړې بله لار هم ورپاتې نه ده.

طالبانو په بیا ـ بیا ویلي، چې امریکا دې د خپلو عسکرو د وتلو نېټه اعلان کړي او نړیوال تضمین دې ورکړي، دوی په هماغه ورځ اوربند اعلانوي او افغان دولت سره د خبرو مېز ته کېني. خو له بده مرغه له امریکا ډېر د اوسني ګډ حکومت چارواکي په جګړه ډېر اصرار کوي.

په داسې حالاتو کې طالبانو ته هم بغیر له جګړې بله لاره نه ورپاتې کېږي او مجبوره دي، چې امریکايي عسکر په زور او د جګړې له لارې وتلو ته اړ باسي.

طالبان ورځ تر بلې پرمختګ کوي او د هېواد په جلا ـ جلا ولایتونو کې ولسوالۍ نیسي او د خپل واک ساحه پراخوي. طالبان ورو ـ ورو ولس ته نږدې کېږي او ولس هم ورته خپلې غېږې پرانېستي دي. د دوی په هره بریا خوشحاله کېږي او مالي او ځاني ملاتړ یې کوي.

زه په پوره یقین سره ویلی شم، که امریکا خپل پوځونه په ابرو مندانه توګه له افغانستان څخه ونه باسي؛ نو که لرې نه وي نو په نږدې وخت کې به له سترې ماتې سره مخ شي او طالبان به یو ځل بیا پر ټول افغانستان واکمن شي.

ځکه ملت په دې پوهېږي، چې اوسني ټول چارواکي را وارد شوي خلک دي او د دندې له ختمېدو سره سم بېرته خپلو هېوادونو ته ورګرځي.

د ګډ حکومت دواړه مشران دې پر دې پوه شي، چې امریکا او ناټو یې په سخته کې په ښه نه راځي؛ نو ښه داده، چې د جګړې پرځای سوله وکړي او پردي بچیان دې د امریکايي ګټو لپاره نه وژني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button