کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتېری برید شوی

نن غرمه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د ترنک پله په سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم سرتېری برید شوی.

چارواکي وایي چې برید د کندهار هوايي ډګر پر بهرنیو ساتونکو شوی او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د سرتېري برید مسؤلیت منلی او وايي چې برید د محمود په نوم یوه سرتيري بریدګر دباډۍ داره سوزکي موټر په وسیله کړی دی. طالبان زیاتوي چې په برید کې یو ټانګ ویجاړ شوی او پکې سپاره اووه بهرني سرتيري وژل شوي دي.
د رومانیا دفاع وزارت وايي چې په برید کې د دوی درې عسکر وژل شوي چې د یوه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button