تورخم: چاودنې ۹ تنه پاکستاني پوځیان ټپي کړي او د تورخم دروازه هم تړل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۴ فریدافغان)
راپورونه وایي چې په تورخم کې د پاکستان لوري ته په پاکستاني پوځیانو دوه غبرګې چاودنې شوې چې پکې ۹ تنه پاکستاني ملیشې ټپیان شوي.
په ژوبلو کسانو کې ټول د ایف سي په نامه د پاکستانۍ ملیشې عسکر دي .
ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي چې له پیښې وروسته یې سمدستي ټپیان د سي ایم ایچ روغتون ته رسولي او سیمه د امنیتي کسانو لخوا محاصره شوې او ورسره دتورخم دروازه هم تړل شوې ده.
معلومه نده چې د تورخم دروازه به څه وخت د سوداګرو او نورو تلونکو خلکو پرمخ خلاصیږي خو تر دې مخکې په داسې چاودنو کې دا دروازه تر اوږدې مودې پورې تړل کیده چې افغان او پاکستاني سوداګرو ته یې درانده مالي زیانونه اړول.
پاکستاني چارواکو دچاودنې دنوعیت په اړه معلومات ندي ورکړي.
او نه هم کومې وسلوالې ډلې د پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.



