کویټ هم غواړي چې د شمالي کوریا سره دیپلوماتیکې اړیکې ختمې کړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۷ فرید افغان)

وروسته له هغه چې د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح، او امریکایي ولسمشر ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل اوس دې لیدنې د کویټ د امیر او شمالي کوریا تر منځ رخه راپارولې او کویټ سمدلاسه له دې هیواد سره د ټولو دیپلوماتیکو اړیکو د پریکون اعلان کړی دی.
د فرانس پرس خبري آژانس په حواله ویل شوي چې د کویټ هیواد د شمالي کوریا د سفیر د اخراج حکم کړی دی او غواړي له دې هیواد سره له یوه مخه اړیکې قطع کړي .
کویټي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د شمالي کوریا سفیر ته یې یوه میاشت وخت ورکړی، ترڅو له ټول پرسونل سره دا هیواد پریږدي.
کویټ هم دا راز ویلي چې په پام کې لري په لنډ راتلونکي کې د شمالي کوریا په اتباعو د دې هیواد ویزې هم بندې کړي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په شمالي کوربا باندې خپل بندیزونه نور هم سخت کړل، خو سره له ټولو بندیزونو بیا هم شمالي کوریا د مختلفو اتومي او هایدروجني بمونو په درلودلو سره یو بشپړ اتومي هیواد اعلان شو.
لویدیځ څاروونکي وایي که څه هم د کویټ دا اقدام په شمالي کوریا هیڅ منفي اثر نه ښندي خو بیا هم امریکا هڅه کوي تر څو په نړیواله کچه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د ځان ملګري پیدا کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button