د نړۍ پای (۵۴مه برخه) – د امام مهدي ظهور –

۱۳۱- د امام مهدي ظهور

سره له دې چې په آخره زمانه کې به شر او فساد زيات شي، ظلم به ډير خپور شي، زورور به د کمزورو حق خوري، بيکاره خلک به په ټولنه کې بر لاسي وي، مګر د دې هر څه با وجود به مسلمانان د يوه داسې نوي صبا راختو ته منتظر وي کوم به چې د زمکې په سر خپاره شوي ظلم او ستم ته د پای ټکی کيږدي، الله تعالی به د امام محمد بن عبد الله، مهدي سني علوي د ظهور فيصله وکړي، ليکن پوښتنه دا ده چې:

   مهدي به څوک وي؟

   د هغه د ظهور سبب به څه وي؟

  هغه به کله ظاهر شي؟

  آيا هغه دا وخت په دنيا کې موجود دی؟

د هغه کار به څه وي؟

 د هغه ملاتړي به څوک وي؟

له دې پرته يو شمير نورې پوښتنې هم شته کومې چې د لفظ مهدي له آوريدو سره په ذهن کې راځي، د دغو پوښتنو ځوابونه مونږ په راتلونکو صفحو کې له يو څه اختصار سره ذکر کوو.

نوم او نسب

د مهدي نوم به محمد بن عبد الله حسني علوي وي کوم به چې د حضرت نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په اهل بيت کې د سيده فاطمة رضی الله عنها او سيدنا حسن بن علي رضی الله عنهما له اولادې څخه وي.

حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ارشاد فرمايلی:

لو لم يبق من الدنيا إلا يوم لطول الله ذلك اليوم حتى يبعث فيه رجلا مني أو من أهل بيتي يواطىء اسمه اسمي واسم أبيه اسم أبي ([1]).

ژباړه :

 که چيرته د دنيا يوه ورځ هم باقي پاتې شي نو الله تعالی به دغه ورځ لويه کړي تر دې چې په دغه ورځ کې يو داسې شخص مبعوث (را وليږي) کوم به چې له ما څخه وي، يا دا چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: کوم به چې زما له اهل بيت څخه وي، د هغه نوم به زما له نامه سره او د هغه د پلار نوم به زما د پلار له نامه سره برابر وي.

د مهدي د ظهور سبب

په آخره زمانه کې کله چې فساد ډير زيات شي، بد کارونه په کثرت سره شي، ظلم خپور شي او عدل ورک شي نو په دې وختونو کې به يو نيک سړی ظاهر شي د کوم په لاس به چې الله تعالی د دغه امت حالات اصلاح کړي، دغه سړی به د اهل سنت په نزد د مهدي په نام پيژندل کيږي، د هغه پيروان به سره جمع شي او هغه به په ډيرو جنګونو کې د مؤمنانو قيادت کوي، هغه يواځې مذهبي پيشوا نه دی بلکه قايد او حاکم هم دی.

د مهدي صفات

حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

مهدي به له ما څخه وي، يعنې زما له نسل څخه به وي، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغه جسماني صفات بيان کړل او وې فرمايل:

أجلى الجبهة أقنى الأنف، يملأ الأرض قسطا وعدلا كما ملئت جورا وظلما ويملك سبع سنين ([2]).

ژباړه :

 هغه به د لغړې ټڼډې او اوږدې پوزې والا وي، هغه به زمکه له عدل او انصاف څخه داسې ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم او ستم څخه ډکه وي، د هغه حکومت به تر اوو کلونو پورې وي.

(اجلی الجبهة) يعنې د هغه د سر په مخته برخه کې به ويښتان کم وي، يا يې معنا دا ده چې د هغه تندی به پراخ وي، (افنی الانف) يعنې د هغه پوزه به اوږده وي، د هغه پوزه به له منځ څخه پورته وي، يعنې د چيتي پوزې والا به نه وي، د هغه د حکومت په باره کې تفصيل مخته را روان دی.

د هغه نام به د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د نام په څير وي او د هغه د والد (پلار) نام به د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د والد (پلار) د نامه په څير وي، يعنې د هغه نوم به محمد بن عبد الله وي او هغه به د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  له اهل بيت څخه وي (د حضرت حسن بن علي رضی الله عنهما له نسل څخه به وي).

د حضرت حسن بن علي له نسل څخه د مهدي په کيدلو کې حکمت

حضرت حسن  رضی الله عنه  د خپل والد ګرامي سيدنا حضرت علي  رضی الله عنه  له شهادت وروسته د حکومت چارې سمبالې کړې، لهذا د دغه وخت په حالاتو کې د مسلمانانو دوه خليفه ګان جوړ شول، په عراق، حجاز وغيره کې حضرت حسن بن علي  رضی الله عنه  او په شام او د هغه په همجوارو سيمو کې حضرت امير معاويه  رضی الله عنه .

له شپږ مياشتو واکمني وروسته سيدنا حسن بن علي  رضی الله عنه  له کومې دنيوي معاوضې پرته يواځې د الله تعالی د رضا لپاره د حکومت له چارو ځانته والی غوره کړ او د حضرت امير معاويه  رضی الله عنه  په حق کې دست بردار شو، تر څو چې په مسلمانانو کې اتحاد او اتفاق پيدا شي او د هغوی ټولو واکمن يو سړی شي او د هغوی تر مينځ خونريزي ونشي، الله تعالی د هغه په دې عمل کې برکت واچاوه او هغه ته يې ښه بدله ورکړه، هر څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره کوم شی پريږدي نو الله تعالی به هغه ته يا د هغه اولاد ته افضل (بهترين) شی ورکړي ([3]).

[1]  – سنن ابی داؤد، المهدي، حديث : ۴۲۸۲، وصححه شيخ الاسلام ابن تيمية فی منهاج السنة :۴/ ۲۱۱.

[2]  – سنن ابي داؤد، المهدي، حديث : ۴۲۸۵، واسناده صحيح.

[3]  – المنار المنيف لابن القيم، ص: ۱۵۱.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button