فارياب کې ۷ تنه پوليس له وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲۷): د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د يو تن قوماندان محب الله په ګډون د سيمه ييزو پوليسو اووه سرتيري تسليم شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد اووه تنه سيمه ييز پوليس د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د تحت زغزن په سيمه يې له خپلو وسلو سره تسليم شوي دي.

خبرپاڼه کې د تسليم شويو سرتيرو نومونه هم خپاره شوي او پکې زياته شوې چې ياد سرتيري (د حقايقو په درک کولو سره د اسلامي امارت مجاهدينو ته تسليم شول).

طالبان وايي، يادو تسليم شويو پوليسو له ځان سره ورته يوه پيکا او شپږ ميله کلاشينکوفونه هم وروړي دي.

پوليسو ويلي، چې له دې وروسته به د دولت ليکو ته نه ورستنېږي او تر اخره به د طالبانو سره همکاري کوي.

طالبانو د تسليمېدونکو ملي اردو، سيمه ييزو پوليسو او سرحدي پوليسو سرتيرو لپاره د دعوت ارشاد په نوم يو کمېسيون جوړ کړی، چې د همدې کمېسيون له لارې وخت ناوخت دولتي سرتيري د خپلو وسلو سره د سيمه ييزو مخورو په رابطه تسلمېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button