د بلک هاک په نامه لومړنۍ چورلکې کندهار ته ورسیدې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۷ فربد افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا لخوا افغانستان ته د بلک هاک UH-60 لومړنۍ دوه الوتکې ورسیدې او له دې سره د امریکا د هغې ژمنې لړۍ چې افغانستان ته به لسګونه بلک هاک چورلکې پیري پیل شوه.
چارواکي وایي چې ټاکل شوې ده تر دو اونیو پورې ۶ نورې بلک هاک UH-60 چورلکې هم افغانستان ته ورسیږي.
د چارواکو په وینا ښایي د روانې میاشتې په اوږدو کې امریکا د بي ۵۲ ډوله په ګډون لسګونه د لویو بمونو غورځوونکې الوتکې هم افغانستان ته راولیږي چې ور سره سم به د هوایي بریدونو لړۍ هم پراخه شي.
باید وویل شي چې تیره ورځ د امریکایي استخباراتو ادارې cia هم له سپینې ماڼۍ غوښتي چې اجازه ورکړي ترڅو په افغانستان او پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي او ښایي په لنډ راتلونکي کې په کابل کې یوه لوی مرکز هم جوړ کړي.
پدې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونو زور اخیستی چې د شنونکو په وینا؛ امریکا د وروستي ځل لپاره غواړي چې د طالبانو پر وړاندې خپل ټول جنګي ځواک وکاروي چې نظامي کارپوهان یې د عام وژنې او قومي تصفیې په معنا بولي او په وینا یې چې امریکا غواړي پدې توګه د ولسونو په مقابل کې خپل زور و آزمایي.
امریکایي رسنیو د یو مسؤل چارواکي له قوله خبر ورکړی چې امربکا په روانه اونۍ کې ۵۰۰ بیلابیل ډوله وسلې د طالبانو پر وړاندې کارولې او آزمویلې دي چې له ۲۰۱۲ کال وروسته تر ټولو لوی بریدونه څرګندوي.



