کرنې وزارت: بزګرانو ته زرګونه ټنه اصلاح شوی تخم ویشي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۷ فرید افغان)

د کرنې وزارت وایي چې په پام کې لري تر څو د هیواد په کچه بزګرانو او کروندګرو ته اصلاح شوی تخم وویشي .
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د ۱۰ زرو ټنو اصلاح شویو تخمونو د پېرودلو تړون یې په افغانستان کې د اصلاح شویو تخمونو ملي ټولنې سره لاسلیک کړ.
ضمیر زیاتوي چې د تخمونو په پیریدلو یې ۶ میلیون دالر ورکړي دي تر څو بزګران او کروندګر ترې مناسبه ګټه پورته کړي.
د وزیر په وینا؛ چې په پام کې لري تر څو د هیواد په کچه دا تخمونه ۲۰۰ زرو کروندګرو ته ورسوي چې په شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به وکرل شي.
اسدالله ضمیر څرګنده کړه چې اټکل کوي د دې تخمونو په وسیلې سره به د کروندګرو په حاصلاتو کې د پام وړ بدلون راشي او ښایي د تیر کال په پرتله یې حاصلات ۳۰ سلنه لوړ شي.
د کرنې وزیر دا کار دبیکارو ځوانانو د بوختیدلو په خاطر هم اړین بللی او په وینا یې چې په مټ به یې ۱۰ زرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۱۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې اصلاح شوي تخمونه په ټاکل شوي وخت کروندګرو ته ورکول کېږي.

که څه هم وزارت تاکید کوي چې د هیواد په کچه یواځې لږ شمیر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ندي ترلاسه کړي، خو زیاتره کروندګر لا هم شکایت لري چې له دوی سره د تخمونو په ویش کې د مور اومیرې چلند کیږي او په وینا یې چې تخمونه یا د ریاست کارکونکي، یا هم د ملکانو په نوم ځینې قومي سارقین او یا هم د وزارت او ریاستونو لخوا په لوړه کچه د غلا او غدوی له امله حیف ومیل کیږي.
کروندګر وایي تخمونه دوی ته تر رسیدو دمخه د بازار په عمده او پرچون دکانونو کې د لیلام په توګه خرڅیږي.
چې دې چارې کروندګر وارخطا کړي او له کرنې د وزارت له چارواکو د شفافیت غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button