پکتیکا: د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان «عبدل» د نامالو وسلوالو لخوا ووژل شو

کابل ټکی کام ۰۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پکتیکا ولایت څخه همکار خبر را کوي چې نن سهار د دغه ولایت د ښرنې نومې سیمې په خاني کلا کې د پولیسو یو قومندان د ناپېژانده وسلوالو له لورې ووژل شو.
د پکتیکا ولایت ډاکټران هم تأیید کړې ده چې د قوماندان «عبدل» مړی روغتون ته ور وړل شوی دی.
خو طالبانو یې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button