عادل الجبیر: د عربو او اسرائیلو ترمنځ نزاع او جګړه هیڅ توجیه نلري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳ فرید افغان)

وروسته له څلورو لسیزو د اسرائیلو په وړاندې د سعودي حکومت بې مخینې نرم دریځ غوره کړی چې د ډیرو د حیرانتیا سبب ګرځیدلی.
تیره ورځ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د دې هیواد له یو لړ دولتي مشرانو سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه چې سعودي له اسرائیلي دولت سره هیڅ مشکل نلري او په وینا یې چې د عربو او اسرائیلو تر منځ نزاع او جګړه هیڅ توجیه نلري او بې اساسه دي .
نوموړي ویلي له اسرایلو سره ښو دوستانه اړیکو ته وفادار دي او هڅه کوي په هره ارسه کې ورسره اړیکې پراخه کړي.
داپداسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د سعودي د یو لوړپوړي شهزاده په هکله هم راپورونه خپاره شول چې تلابیب ته یې په یوه سفر کې د دې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره په مهمو ټکو خبرې کړې وې.
د ملک سلمان په مشرۍ د سعودي واکمنه اداره داسې مهال کې دا دریځ خپلوي چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د دې هیواد دبهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل ویلي و چې چې د فلسطین پر وړاندې د اسرایلو خصمانه چلند ورته د اشغال په څیر معنا لري او هیڅ کله به یې ونه زغمي نوموړي په اسرایلو د پوځي برید ګواښ هم کړی و.
خو څلور لسیزې وروسته چې لا هم په فلسطیني وګړو ظلمونه جریان لري او د اقصا جومات ته په ورتګ له ګواښونو او ننګونو سره مخ دي، د سعودي حکومت داسې بې مخینې دوستانه دریځ چې د نیواکګرو اسرایلو په وړاندې یې کوي د ډیرو عرب فعالانو غبرګونونه راپارولي.
فعالانو ویلي چې بالاخره سعودي د امریکا په ګوت څنډنه د اسرائیلو په پښو کې سر کیښود او د خپل قیادت عظمت یې د اسلام تر ټولو سترودښمنانو (یهودو) کور ته ور وړ.
ځینو بیا د وزیر د وینا هغې صحنې ته کتنه کړې چې نوموړی د خطابې میز ته له تللو سره سم د ځینو نیم لغړو ښځو لخوا بدرګه کیږي، فعالانو ویلي چې سعودي دولت اوس په ټولییز ډول د دیموکراسي تمثیل ته وفادار ده او هڅه کوي تر څو د هغو خلکو خولې چې د دیموکراتیک بدلون مخالفت کوي په زندانونو او یا هم په وژلو سره بندې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button