طالبان: د هیڅ روغتیایي مرکز مخه مو نده نیولې،خو دولت ورته طبي لوازم نه رسوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳ فرید افغان)

طالبانو د هغو راپورونو په هکله خپل وضاحت لیک خپور کړی چې ویل کیږي دې ډلې په سویلي روزګان ولایت کې شاوخوا ۵۴ روغتیایي مرکزونه د ناڅرګندو دلایلو تر مخ تړلي دي.

طالبانو ویلي؛ هلته د روغتیایي مراکزو یواځې ودانۍ پاتې دي هیڅ طبي پرسونل نلري او دولت له ډیر وخت راهیسې په قصدي هیڅ امکانات ندي ور لیږلي نو له همدې کبله یې لازمه وبلـلـه چې د دغو مراکزو تش په نوم ودانۍ هم بندي کړي،.

که څه هم د اروزګان چارواکو ویلي و چې د طالبانو له دې ګام سره د سیمې ۹۰ سلنه خلک له ستونزو سره مخ شوي خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا زیاته کړې ده چې هغه صحي مراکز چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، ‹‹قصدا طبي پرسونل ته خنډونه جوړ شول او د کلینیکونو دوا او لوازم ترې بند کړل شول او طالبان له صحي مراکزو سره هیڅ کوم مشکل نلري او حمایت یې کوي››

طالبانو تور لګولی چې د دې سیمو د کلنیکونو دوا او نور لوازم یې په لوی لاس په بازارونو کې پلورل کیږي او صحي مراکز یو مخ دیوالي شوي ‹‹ طبي لوازم د کابل ادارې د چارواکو لخوا په شخصي ډول پلورل کیږي او د خیالي پرسونل معاشات هم شخصي جیبونو ته ځي››
طالبان په صحي مراکزو کې د شته فساد څخه داسې مهال پرده پورته کوي چې څه موده وړاندې هم یوې څیړنې ښوودلې وه چې د روغتیا له وزارت نیولې آن تر عادي کلنیکونو په پراخه کچه فساد روان دی.
طالبانو ویلي چې کلنیکونه او صحي مراکز یې له دې کبله تړلي تر څو له یوې خوا تشو ودانیو ته په راتګ سره خلک په زحمت نشي او د خپلو مریضانو د معالجې لپاره بله بدیله لار ولټوي، له بلې خوا د موضوع حل ته اساسي لاره پیداشي.
د سیمې خلک وایي چې له زیات وخت راهیسې دولتي چارواکي په طالبانو او عامو خلکو د فشار راوړلو په موخه په زیاتو سیمو کې روغتیایې مراکزو باندې ټول طبي پرسونل بند کړي او خلک اړ دي تر څو د تدوای پخاطر د ښار مرکز ته ځانونه ورسوي.
طالبانو ویلي چې د روغتیایي مراکزو سره هیڅ کومه ستونزه نلري او په وینایې چې که دولت د کلنیکونو د شنډیدو مخه ونیسي دوی به یې هم فعالیت ته اجازه ورکړي ‹‹ که د کابل ادارې د چارواکو او اړوندو موسساتو لخوا د ولایت په مرکزي او اطرافي سیمو کي کلینیکونو او روغتیايي مراکزوته بې له فرقه طبي پرسونل او دوا پريښودل شي، د خیانت مخه ونیول شي او خنډونه ورته ایجاد نشي موږ د هیڅ روغتیايي مرکز له فعالیت سره ستونزه نه لرو. ››

طالبانو ویلي چې د هیواد په کچه له ټولو عام المنفعه کارونو ملاتړ کوي او په وینا یې چې ‹‹اوس هم روغتیا يي مراکز زموږ لخوا بند شوي نه بلکې د کابل ادارې د چارواکو لخوا قصدا شنډکړل شوي دي.››

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button