سوريه کې د روسيې يو لوړ رتبه جنرال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د سوريې په ديرالزور ولايت کې د روسيې يو لوړ رتبه جنرال وژل شوی دی.
روسي چارواکي وايي، چې “ډګر جنرال واليري اساپوف” په سوريه کې د داعش ډلې د هاوان په بريد کې ټپي شوی و چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي، چې نوموړی د دغه هېواد د پنځمې قل اردو د قومندانانو څخه و او په خبره يې چې په سوريه کې د بشار اسد د ځواکونو لپاره تر ټولو ستر سلاکار ټاکل شوی و.
د رشين ټوډی د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې په دغه بريد کې د نوموړي جنرال سربيره يو ژباړونکی او دوه روسي ډګروالان هم وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغه روسي عسکر او وژل شوی روسي سلاکار د ديرالزور ښار په يوه صحرايي قرارګاه کې راټول شوي و، چې د داعش تر بريد لاندې راغلل او دوی پکې ووژل شول.



