عراق: کردستان کې کې نن د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳): په عراق کې د کردانو مشر مسعود بارزاني ويلي، چې نن دوشنبه به په ټول کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره شي.

نوموړي تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې عراق په يوه فرقه يي حکومت بدل شوی، هيڅکله به ورسره يوځای نه شي او په وينا يې چې (زمونږ خبرې به له بغداد سره د دوو ښو ګاونډيو په توګه مطرح شي).

د کُردستان په سیمه کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوه چارواکي شورش حسن کریم رسنيو ته ويلي، چې د ټولپوښتنې لپاره سل فيصده چمتووالی بشپړ شوی، د رايې اچونې صندقونه تيار دي او په ټول کردستان کې د رايې اچونې لپاره امادګي نيول شوې ده.

که په ننۍ ټولپوښتنه کې خلک مثبت نظر ورکړي او ډيرې رايې د خپلواکۍ اخيستلو لپاره ورکړي، نو دا به د کردستان په نوم يو نوی هېواد شي.

د عراق د حکومت په شمول ترکيې، ايران او د اسلامي نړۍ ګڼو هېوادونو د دې ټولپوښتنې سره کلک مخالفت ښودلی.

د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم له دې ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي چې د خپلو پولو په شاوخوا کې ورته د نويو تاسيساتو جوړول د زغملو نه دي.

دغه راز د عراق حکومت هم دغه ټولپوښتنه د قانون خلاف بللې او ويلي يې دي چې د اړتيا په صورت کې به کردستان ته خپل پوځ واستوي.

له بله پلوه ايران له يادې ټولپوښتنې يوه ورځ وړاندې د کردستان پر سرحدي پولو پوځي تمرينونه پيل کړي او له کردستان سره يې ټول هوايي پروازونه هم بند کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button