افغان کرکټ نولس کلنې لوبډلې بنګله ديش ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): د افغانستان نولس کلنې کرکټ لوبډلې د بنګله ديش نولس کلنې لوبډلې ته په ۵۰ اوره لوبه کې په پنځو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه، چې په ۳۰،۴ اورونو يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۷۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري نوین الحق درې او طارق ستانکزي دوه لوبغاړي، عظمت الله او مجيب يو يو لوبغاړی وسوځول.

افغان لوبډلې لومړي درې لوبغاړي داسې مهال له لاسه ورکړل چې يواځې ۱۲ منډې يې کړې وې، خو وروسته درويش رسولي او نثار وحدت د لوبې رنګ بدل کړ او يواځې په ۱۷،۲ اورونو کې يې لوبه وګټله.

لومړۍ لوبه د بنګله ديش لوبډلې ګټلې وه، دوهمه د باران له کبله ځنډول شوې وه او درېيمه لوبه افغان لوبډلې په ستر توپیر وګټله.

څلورمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د سهار په ۷:۳۰ بجو پیل شي او ورستۍ لوبه یې د همدې میاشتې په ۷ نیټه ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button