پاکستان: محکمې د نوازشريف د زامنو او زوم د نيولو امر کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): يوې پاکستانۍ محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير نوازشريف زامنو، لور او د زوم د نيولو امر کړی دی.
يادې محکمې د هغوی د نيولو داسې امر صادر کړی، چې د حسن نواز او حسين نواز او د شريف د زوم صفدر حسين له نيولو مخکې د هغوی ضمانت نه شي کېدلی، خو د هغه د لور مريم نواز له نيولو مخکې ضمانت کيدلی شي.
په داسې حال کې د نوازشريف د زامنو د نيولو امر صادر شوی، چې نوموړی نن په دويم ځل په اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شو، خو په دغه دوسيه کې له هغه سره څلور نور تورن کسان چې دوه يې زامن، يوه لور او يو زوم دی نه و حاضر شوي، نو ځکه محکمې هم په نوموړي په رسمي ډول تور ونه لګاوه او يواځې د هغه د زامنو د نيولو امر يې ورکړ.
له بله پلوه د نوازشريف وکيل محکمې ته ويلي، چې ځکه د نوازشريف ځامن محکمې ته حاضر نه شول، چې په لندن کې يې د مور د سرطان درملنه روانه ده او دريواړه ورسره دي.
د پاکستان سترې محکمې د روان کال په اوومه مياشت کې د پاکستان لومړی وزير له دندې ګوښه کړ او پر هغه او کورنۍ يې د پيسو د قاچاق، د ماليې نه ورکولو او د شتمنۍ د پټې ساتلو تور پور کړ.
دغه راز د پاکستان سترې محکمې د احتساب ادارې څخه د نوازشريف او کورنۍ په تړاو د درې دوسيو د تيارولو غوښتنه کړې، چې يوه يې په بهر کې د پټو شتمنيو، دوهمه يې د العزيزيه پولادو کمپنۍ او دريمه په لندن کې د کور د درلودلو ده.



