کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، فرید احمد
له راپورونو سره سم د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ترکیې ته وروسته له هغه گواښ کړی دی چې د روسیې الوتکه د ترکیې له لورې وویشتل شوه.
پوتین په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې د شا له خوا خنجر وخوړو، خو د ترکیې دا اقدام به درنده بیه ولري.
ولادیمیر پوتین په سوچي کې د اردن له پاچا سره په کتنه کې د موضوع یادونه وکړه چې د اردن باچا هم د روسیې د جنګي الوتکې په نسکورېدا خواشیني څرګنده کړه.
پوتین وویل، الوتکه یې د ترکیې لپاره گواښ نه وه.
هغه زیاتوي، د روسیې د سوخو ۲۴ الوتکه د سوریې په هوایي حریم کې وه، او د ترکیې د ایف شپاړس الوتکې په توغندي ویشتل شوې ده، هغه وایي(زمونږ جنګي الوتکه د ترکیې د پولې په ۴ کلومیټرۍ کې وه، او د سوریې په خاوره کې نسکوره شوې ده.)
پوتین زیاته کړه ځینې هېوادونه د داعش ملاتړي دي، او مونږه په دې خاطر چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوو له شا مو ګوزار وخوړو، او دا ګوزار مو د ترهه ګرو له ملاتړو څخه خوړلی دی.
ولادیمیر پوتین وویل، د ترکیې دا اقدام به د انکارا لپاره درنده بیه ولري، او همدا راز د سوریې او ترکیې په اړیکو به ستر اغیزه وشیندي.


















