
سلطان صلاح الدین ايوبي بیت المقدس څنګه فتحه کړ ؟
ترجمه : عبد الله صىديقي
په کال ۱۱۷۸م د اکتوبر په دوهمه نیټه سطان صلاح الدین ایوبی د بیت المقدس ښار ته ننوتو او د صلیبیانو ۸۸ کلن اشغال ته یی د پای ټکی کیښود
کیسه داسی وه
کله چې سلطان د حطین په جنګ کې غوڅ بری وموند او د صلیبی لښکرو ډیری برخه یی پوپناه کړه نو د دستمبر په ۱۹مه په کال ۱۱۸۷م کې یې د بیت المقدس خواته مخه کړه، په دوهمه ورځ د بیت المقدس دیوالونو ته ورسید، اول یی دیوالونه ښه مطالعه کړل بیا یی په منجنیقانو او ګڼو غشو پرې برید وکړ، خو د بیت المقدس دیوالونه د صلیبیانو لخوا ډیر غښتلي جوړ شوی وو او د ښار صلیبې ساتونکو د ښار به دفاع کې بی دریغه جنګ کاوه نو دغه غټ برید ورباندې هیڅ اغیز ونکړ.
سلطان او اسلامی سرتیرو دوه ورځې پرلپسې د ښار په دیوالونو خپل بریدونه جارې وساتل او تر دوه ورځو وروسته د دمشق دروازې ته څیرمه په دیوال کې چاودونه را پیدا شول .
د بیت المقدس صلیبی واکمن (بالیان) نور مقاومت بې ځایه وګڼلو او په دې سلا شو چې د سلطان صلاح الدین سره د ښار د تسلیمولو خبرې اترې وکړي، ښار به صلاح الدین ته په دې شرط تسلیموي چې په ښار کې موجود صلیبیان وبخښي او پریږدی چې خپلو هیوادونو (اروپا) ته ولاړ شي. بالیان دغه مطلب سلطان ته په لیکلې بڼه واستاوه.
مګر صلاح الدین ته هغه صحنی ښې یادې وې چې کله صلیبیانو ۸۸ کاله مخکې په کال ۱۰۹۹م کې بیت المقدس اشغال کړ او د داخلیدو سره سم یی مسلمانان قتل عام کړل. نو سلطان ورته په ځواب کې وویل چې زه په مذاکراتو نه، بلکې په زور او طاقت سره بیت المقدس ښار ته ننوزم، لکه چې تاسې ۸۸ کاله مخکې په زور همدې ښار ته ننوتې وي، سلطان زیاته کړه؛ زه به په ښار کې یو عیسایی هم ژوندی نه پریږدم، ټول به وژنم لکه چې تاسې د ښار ټول مسلمانان وژلې وو.
بالیان سلطان ته حال واستاوه چې ماته امان راکړه زه ستا حضور ته حاضریږم، سلطان هغه ته امان ورکړ، بالیان د سلطان حضور ته حاضر شو، سلطان ته یی ډیره زیاته نرمې او عاجزي ښکاره کړه، سلطان ته یی چې څومره په وس کی و په زاریو شو او عذرونه یی ورته کول چې مخکنۍ غوښتنه مې ومنئ (چې په په ښار کې موجوده صلیبیان وبخښئ او پریږدئ چې خپلو ملکونو (اروپا) ته ولاړ شي). خو سلطان یی غوښتنه ونه منله او هغوی ته یی امان ورنکړ.
بالیان وویل: ای سلطانه! که مونږ ته د سر امان رانکړې، مونږ به واپس لاړشو او په ښار کې چې مونږ سره څومره مسلمان بندیان دي ټول به ووژنو، د مسلمانو بندیانو شمیر نږدې 500 کسان و، او خپل ماشومان، اولادونه او ښځې به هم ووژنو، خپل کورونه او ښکلې محلونه به تخریب کړو، خپلو سامانونو ته به اور واچوو، څومره مال چې زمونږ په لاس کې دی هغه به ضایع کړو، او قبة الصخره (هغه ګنبده چې په هغه تیږه جوړه شوی چې د معراج په شپه رسول کریم صلی الله علیه وسلم ورباندې خپه ایښی وه) به ړنګه کړو، او څومره چې مو وس وی هغومره به ورته اور واچوو، لنډه دا چې څومره زمونږ وس او طاقت وی په ښار کې به ټول شیان تخریب کړو؛ دې نه وروسته به مونږ تاسره د جنګ لپاره را ووزو او تر مرګه به درسره جنګ کوو، دی نه وروسته مونږ ته ژوند بی کاره ښکاري، او څومره چې زمونږ شمیره ده په همدې شمیره به ستا ملګری مونږ وژنو، نو بیا تاته پکې څه خیر او ګټه پاتې شوه؟؟؟.
سلطان د دې خبرو په اوریدو سره چرتی شو او وویردو چې صلیبیان دا خبرې عملي نکړي، نو خپل دریځ یی بدل کړ، په مذاکراتو کې د صلیبیانو سره په دې سلا شو چې ښار به روغ رمټ مسلمانانو ته تسلیموي، صلیبیان به د خپلو ځانونو فدیه ورکوي د یو نارینه بدل کې لس بیزنطی روپۍ، د ښځو په بدل کې پنځه بیزنطي روپۍ، او د هر ماشوم په بدل کې یوه بیزنطي روپۍ به بیت المال ته ورکوي.
په همدي شرایطو مذاکرات بریالي پای ته ورسیدل، او سلطان صلاح الدین د اکتوبر په دوهمه نیټه په کال ۱۱۸۷م کې سر لوړی د لوی فاتح په څیر د بیت المقدس ښار ته ورداخل شو. او سملاسی یی امر وکړ چې مسجد الصخره دې فورا دوباره ترمیم شي، دغه جومات صلیبیانو کلیسا ته اړولی و، او د معراج په تیږه باندې دوی مرمر تیږه لګولي وه چې درسول کریم صلی الله علیه وسلم د پښې مبارکې نښان نه لیدل کیده، مسلمانانو د الصخره ګنبد سر ته اوچت شول او غټ د سروزرو صلیب چې دوی پرې لګولی وی هغه یی را ګوزار کړ.
مسجد الاقصی نه صلیبیانو اسطبل جوړ کړی و په دې کی یې اسونه ساتل، مسلمانانو مسجد اقصی صفا کړ، د ګلابو په اوبو يې پریمنځو او د مسجد محراب یی دوباره جوړ کړ او دایی پرې ولیکل :
بسم الله الرحمن الرحیم
د دی مبارک محراب او د مسجد اقصی د دوباره ترمیم او جوړونې امر د خدای بنده، بادشاه صلاح الدین ورکړ، پس له هغه چې الله تعالې د ده په لاسونو د بیت المقدس ښار د رجب په میاشت په کال ۵۸۳ هجری کې فتح کړ.
سلطان د الله سبحانه و تعالې نه د هغه رحمت او رضا غوښتنه کوي
الله تعالې دې په خپل رحمت او مهرباني سره د هغه ګناهونه او غلطۍ وبخښي



