طالبانو دوه انسان تښتوونکي اعدام کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹): وسله والو طالبانو د نيمروز په دلارام او د فراه په بکوا ولسوالۍ کې دوه تنه انسان تښتوونکي اعدام کړي دي.
طالبانو تېره ورځ د بکوا ولسوالۍ د ګزه کلي په ميله کې ملاکبير د ولي محمد ځوی د فراه د يادې ولسوالۍ اوسېدونکی د عامو خلکو په مخکې په دار وځړولو.
انسان تښتوونکی ملا کبير يوه مياشت مخکې د کندهار د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی (محمد صادق) اختطاف کړی و، چې د يکشنبې په ورځ د طالبانو په يوه چاپه کې ونيول شو.
طالبانو د اختطافګر له منګولو محمدصادق ازاد کړ او د ځايي مشر له خوا ورته د مرګ سزا وټاکل شوه، چې بالاخره تېره ورځ نوموړی اختطافګر د طالبانو له لوري د خپل عمل په سزا ورسېد.
دغه راز د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي تازه په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې دفراه په بکوا کې یو بل انسان تښتونکی عبدالقدیر چې په خپلوجرمونو یې اقرارهم وکړ د (اسلامي امارت د محکمې له لوري) د خپلو بدو اعمالو په سزا ورسید.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په سيمه کې د نورو اختطافګرو لټون هم روان دی، ترڅو يې شرعي محکمې ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې طالبانو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د يو تن اختطافګر د نيولو خبر ورکړ او ويلي و، چې له نوموړي يې هغه ۳ کلن ماشوم خپلو خپلوانو ته وسپاره چې درې اوونۍ مخکې له کندهار ښاره راتښتول شوی و.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان اختطافګر نيسي او يا هغوی ته د اعدام سزا ورکوي، مخکې تر دې هم د هېواد په هغه برخو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، هغوی ځينې انسان تښتوونکي نيولي او بيا يې په عام محضر کې په سزا رسولي دي.



